افغانستان

کونړ: طالبانو پر ګڼو پوستو ډله ییز بریدونه کړي

 

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې د خیبر عملیاتو په لړ کې يې تېره شپه د سهار تر اوو بجو پورې د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې په ګڼو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په دې بریدونو کې يې درې پوستې له عسکرو خالي کړې دي او اتلسو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د پوستو تر څنګ يې د زروکس په نامه په پنډغالي هم بریدونه کړي دي، چې څلور عسکر يې وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې د قرارګاه په وژل شويو عسکرو سربېره په پوستو کې اوه عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

طالبان وايي «په جګړه کې چې تر سهار ۷ بجو روانه وه، زموږ یوتن مجاهد شهید او ۲ تنه ټپيان شوي دي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د همدې ولایت په چپه دره کې د درنو نښتو راپورونه ورکړل شول.

دکونړ امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل وايي چې طالبانو تېره ورځ ناوخته د چپې درې ولسوالي په ګڼو پوستو بریدونه کړي چې جګړه تر یو ساعته پورې روانه وه.

د نوموړي په خبره دولتي عسکرو کلک مقاومت کړی دی او طالبان يې په شا تمبولي دي خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ویل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x