افغانستان

سرتاج عزیز: خبرو اترو ته د طالبانو چمتو کول زموږ له توانه وتلي

 

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز له اشرف غني سره په کتنه کې وویل چې دوی نه شي کولای طالبان په فشار سره خبرو ته کېنوي.

سرتاج عزیز پرون د جمعې په ورځ له اشرف غني سره په خبرو کې وویل چې نه پاکستان او نه هم له افغانستانه د باندې نور څوک دا توان لري چې څوک د فشار له لارې خبرو ته را حاضر کړي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې سوله د دوی پر ګټه هم ده، خو د دې سولې لپاره دوی په زمینه سازي کې هڅه کوي او غواړي چې افغانستان یو خوندي هېواد شي.

سرتاج عزیز څرګنده کړه چې د افغان سولې په راوستلو کې پخپله د افغانستان حکومت پراخ صلاحیت لري او ډېر څه يې له وسه کېږي.

هغه وویل چې چین د سولې په پروسه کې مرسته کوي، خو دا چې چېرته، څرنګه او د چا په واسطه يې وکړي، دا په افغان حکومت پورې تړلې خبرې دي، چې باید زمینه ورته جوړه شي.

اشرف غني احمدزی تېره ورځ پاکستان په دوه ورځني رسمي سفر تللی دی، ویل کېږي په اقتصادي همکاري سربېره نوموړی غواړي د سولې په برخه کې په پاکستان د همکاري غږ وکړي.

تر دې وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي پر همدې تمه تر شلو ډېر سفرونه کړي دي، خو له پاکستانه يې ګټوره لاسته راوړنه نه درلوده.

د شنونکو په قول دسولې په برخه کې له پاکستانه د مرستې تمه، یواځې د تېر حکومت د رسمي سفرونو تکرارګڼل کېږي، چې کومه مثبته پایله به ونه لري.

افغان شنونکی او سیاسي مبصر انجینر نظرمحمد مطمئن له نن ټکی اسیا سره په خبرو کې وویل چې اشرف غني د سعودي، چين او پاکستان پر ځای د سولې په تمه باید د طالبانو دفتر ته مراجعه وکړي.

نوموړي وویل: « اشرف غني د سولې په برخه کې هغه اشتباهات تکراروي چې حامد کرزي کړی وو. اشرف غني چې د سولې په نامه سعودي او چین ته ځي یا پاکستان ته نن ولاړ، باید د طالبانو اصلي ادرس ته مراجعه وکړي. طالبان واضح ادرس لري، د قطر دفتر یوازینی ادرس دی.»

د نوموړي په قول له امنیتي تړون وروسته د سولې هڅې هسې د وخت ضیاع ده، چې که يې فرضاً سیاسي طالبان د سولې خبرو ته اماده هم شي، خو نظامي طالبان به جګړه لا تونده کړي.

هغه وویل: «که چیرته سياسي طالبان بیا هم د بېلابېلو فشارونو له امله د اشرف غني حکومت د سولې مذاکراتو ته حاضر شي، نظامي طالبان به يې خامخا مخالفت کوي، ځکه چې هغوی د امنيتي تړون لاسلیک د جنګ ادامه ګڼي او نور د سولې خبرې د وخت ضیاع بولي.»

یاده دې وي تر دې وړاندې د ګډ حکومت مشر چین ته رسمي سفر درلود، چې له دې هېواده يې هم دسولې په برخه کې د مرستې هیله کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

بسم الله الرحمن الرحیم سفر اشرف غنی رئیس اداره دست نشانده دلال نمبردوم صلیبی ها در ارگ (دلال خانه جدیدکابل) به سعودی چین پاکستان ضایع وقت می باشد مقاومت ملی مجاهدین/طالبان با اداره دست نشانده کابل و پاکستان هیچگاه مذاکره نخواهند کرد و اشتباه لیدران مجاهدین را در سالهای ۱۹۸۹ که مذاکرات صلح زا با اشغالگران روس را پاکستان نمود دیگر تکرار نخواهند شد . اگر امریکا راستی آرزو صلح را دارد با اکثریت ملت افغانستان دارد باید به شکست شان اقرار نمایند و استراتیژی جنگ خود را به مذاکره تغیر بدهند و با دفتر سیاسی امارت اسلامی افغانستان به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x