khateez adabi ghonda28

د کیږدۍ ادبي بهیر اونیز راپور

محمد انور علیمي

دکیږدۍ ادبي بهیر نهمه ناسته دپکتیکا پوهنتون په انګړکې دشنبې ورځي دلړم په  ترسره شوه دناستي مشر میلمه استاد محمد غني غني  پیل يې سمع الله دقران کریم په مبارکو ایتونو وځلاوه دستیج چاري محمد ذاکر ذاکري پر غاړه لرلې دتیر اونۍ راپور رحمت الله حکیمي ګډونوالوته وړاندي کړویاند دویم ځل سمدلاسه حکیمي صیب دستیج لوري ته وغوښت چې ( دهنري ادب نه دڅه او څنګه غوښتنې)ترسرلیک لاندي ادبي درس ګډونواولو ته وړاندي کړ دابي درس علمي منځپانګي په ناستوکسانو دتاثر اوبه اوڅښلې او ګڼې پوښتنې يې دګډونوالو په زړنو کې راولاړي کړې اوحکیمي صیب په سړه سینه ځوابولي دهنري ادب لپاره ژوندۍ  تشبه دسړې خټي په کالب کې اچول دناستو کسانو لپاره دفارمول شکل غوره کړدرس ډیر په زړه پوري و ویاند دکرکتنې دروازه خلاصه کړه او له ځانه يې کرکتنې ته دشعر دړاندي کولو غوښتنه وکړه ذاکري شعرد دابي نقد په لاس کې وغورځاوه دپای شیبې مشاعرې ته ځانګړې وې په وار وار شاعرانو خپل شعرونه وویل دراتلونکې ناستي لپاره سیدالله احمد ي  دادبي درس لپاره د(مینیمالیزم ) موضوع اوهمت الله همت دکرکتني لپاره دلنډي کیسې راوړلو ژمنه وکړه اوویاند دناستي مشرمیلمه محمد غني غني دریځ ته وغوښت چې دغونډي له ارزولو سره يې غونډي ته دپای ټکی کیښود.

په درنښت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د