افغانستان

کندهار: د پولیسو په ډزو لږ تر لږه 7 لاریون کوونکي وژل شوی او تر55 زیات ټپيان شوي دی

kandahar_muzahiraنن ټکی آسیا: د کندهار په ښار کې نن پولیسو پر هغه لاریون کوونکو ډزي پیل کړې چې په امریکا کې د قرآن کریم د سوځول کېدو د غندلو لپاره را وتلي وه..
د کندهار څخه یو عیني شاهد نن ټکی آسیا ته وویل تر اوسه په دغه ډزو کې لږ تر لږه 7 لاریون کوونکي شهیدان سوې او تر 55 زیات ټپيان شوي دي.
لاریون کوونکو د ښار په مختلفو سیمو کې ټایرونو ته اورونه اچولي،

چې اوس هم دا مهال د ښار د شنو ګبندو او نورو سیمو کې اورونه بل دي، او دسیمي څخه لوګي پورته کیږي.
لاریون کوونکي د امریکا په ضد ناري وهي.. ځيني لاریون کوونکي د ولایت مقام ته ورتګ غواړي، مګر امنیتي چارواکي هغه نه پریږدي چې هلته ځای ورسوي او مخامخ ډزي پر کوي..

ځینی رسمي سرچینو ویلي چې تر اوسه 5 کسان شهیدان شوی او تر 46 زیات کسان ټپیان شوي دي..

په خپل لومړي غبرګون کې د کندهار د ولایت مقام ویاند ویلي چې د لاریون تر شا دطالبانو لاس دی..

د کندهار د ښار امنيتي وضعه مخ په خرابيدو ده او داسي بريښي کچیري امنيتي ځواکونه ونشي کولاي چې وضعه کنترول کړي نو کيدلاي شې چې د کندهار په ښار کې هم نور ځاني او مالي زيانونه رامنځته شي..

پرون هم دافغانستان په شمالي ولایت مزار کې ورته لاریون سوو، او امنیتي ځواکونو پر لاریون کوونکو ډزي کړې وي، او ګڼ شمېر یې په کښي وژلي وو، چې بیا وروسته په غوصه لاریون کوونکو د یوناما پر دفتر باندي برید وکړ، او د 8 تنو خارجي کاروونکو په ګډون یې 5 افغان ساتونکي ووژل او دفتر ته یې اور واچوی..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x