افغانستان

تازه معلومات : کابل کې دبهرنیو ځواکونو په مرکز په برید کې ۲۳ بهرنیان وژل شوي

base_after_an_attack_in_Kabulنن سهار وختي ۷ بجې دکابل ښار نهمه حوزه سیمه کې دبهرنیو ځواکونو دتمویل او تربیې په مرکز (فونیکس کمپ) باندي   اوو تنو وسلوالو له خپلو سپکو او درنو وسلو نه په استفاده شدیده حمله وکړه .

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي ټلیفوني پیغام کې ویلي ، (مجاهدینو بهرنیو ځواکونو په مرکز له دوو لوریو حمله وکړه ، مرکز ته له داخلیدو وروسته یې په مرکز کې پر میشتو عسکرو او کارکونکو پر لپسې ډزې پیل کړې ،برید چې تر دوو ساعتونو پورې یې دوام درلود ،له امله یې ۲۳ تنه بهرنیان ووژل شول.)

نوموړي وايي ،  دمرکز په دننه برخه کې درې تنه مجاهدین  شهیدان شوي او پاته څلور تنه نوریې دخپل پلان شوي تکتیک لمخې دپېښې له ځايه په وتلو توانیدلي او خوندي ځاي ته رسیدلي دي .

دکورنیو چارو وزارت ویاند بشري پیښه تاید کړې خو دتلفاتو په اړه یې جزیات نه دي وکړي ، نوموړي وايي چې پیښه سهار شا وخوا شپږ نیمي بجې پیل شوه او له لږ مقاومت وروسته پایته ورسیده او مرکز ته ننوتلي وسلوال کسان دبهرنیو عسکرو په ډزو له منځه تللی دی

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x