ورزش

کرکټ: استرالیايي لوبډل مشر مایکل کلارک ټپي شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): پرون یو ځل بیا د استرالیایي لوبډل مشر مایکل کلارک د پښې عضله زخمي شوې چې له دې امله نشي کولی سویلې افریقا په خلاف راتلونکو لوبو کې گډون وکړي.

۳۳ کلن مایکل کلارک د جمعې په ورځ د استرالیا په کرکټ ایسوسیشن لوبغالی کی د ورزش کولو پر مهال د خپلې پښې شاتنۍ عضله زخمي کړې.

د مایکل کلارک ډاکټر رسنیو ته وویل: «مایکل کلارک خپل پښه زخمي کړې چې اوسمهال تر درملنې لاندې ده.» نوموړی زیاته کړه: «سبا به د کلارک د پښې روغتیايي معاینې کیږي او نوموړی نشي کولی د سویلې افریقا په خلاف راتلونکي لوبو کې گډون وکړي.»

کلارک له دې مخکې هم خپل پښه او ملا زخمي کړې وه چې له امله يي ونه توانید په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان خلاف لوبو کې گډون وکړي او بیرته کور ته ستون شو چې د همدې روغتیايي مشکلاتو پر اساس يي د زیمبابووي په خلاف لوبو کې هم گډون ونکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x