کرکټ: د سعید اجمل توپ اچونې طریقه بیا ناکامه شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): راپورونه وايي چې د سعید اجمل توپ اچونې طریقه کې خاص بدلون ندی راغلي او په نوموړی بندیز به ادامه پیدا کوي.

څو میاشتې مخکې د ناسم توپ اچونې له امله په سعید اجمل بندیز پورې شو. نوموړی غوښتل چې د پاکستان پیاوړی ورو توپ اچونکی ثقلین مشتاق په مرسته خپل توپ اچونې طریقه بدله کړې چې له ډیر کوښښ وروسته د روان زیږیدیز میاشت په ۱۰مه انگلستان ته د توپ اچونې طریقې بیا ازموینې لپاره تلی وو.

خو له دغې ازموینې څخه لاسته راغلی بیومیتریک راپور چې راتلونکي دوو ورځو کې به رسنیو ته وړاندې شي ښيي چې د نوموړي د توپ اچونې زاویه اوس هم د کرکټ نړیوال ادارې لخوا ټاکل شوي زاويي څخه زیاته ده.

کرکټ نړیواله اداره د توپ اچونې لپاره تر ۱۵ درجو زاويي ته اجازه ورکوي چې د راپور پر بنسټ د سعید اجمل توپ اچونې زاویه اوسمهال له ۲۰ درجو څخه هم زیاته ده چې له دې مخکې دغه درجه له ۴۰ هم زیاته وه.

سعید اجمل توپ اچونې طریقه د روان زیږیدیز کال د اگست په میاشت د سریلانکا په خلاف لومړۍ ټیسټ لوبه کې شکمن وگڼل شو چې یو میاشت وروسته بیا له بندیز سره مخ شو.

نوموړی کوښښ کوي چې د ثقلین مشتاق په لارښوونه خپل توپ اچونې طریقه بدله کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د