افغانستان

نیویارک ټایمز: ښايي افغان کابینه راتلونکي کال ته پاتې شي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): مشهورې امریکايي ورځپاڼې پخپله تازه ګڼه کې د ګډ حکومت د کابینې په اړه مضمون خپور کړی دی.

نیویارک ټایمز وايي چې اشرف غني په خپله ژمنه کې پاتې راغی، ځکه چې نوموړي د خپل کمپاین پر مهال د کابینې د اعلان لپاره ډېره موده پنځه څلوېښت ورځې اعلان کړې وه. خو په ټاکل موده کې يې کابینه اعلان نه کړای شوه.
د اشرف غني ویاند نظیف سالارزي نیویارک ټایمز ته ویلي، چې دوی پوهېږي چې د کابینې د اعلان لپاره وروستۍ نېټه هم پوره شوې، خو د کابینې ښه تشکیل په موخه ډېر فکر ته اړتیا ده.

ورځپاڼه د لوېدیځو مبصرینو له خولې وايي، چې د ګډ حکومت دګډونوالو ترمنځ د جنجال له امله ښايي دا پروسه نوره هم کړکېچنه شي، لرې نه ده چې د کابینې اعلان راتلونکي کال ته وځنډېږي.

افغان شنونکي بشیر بېژن هم ورته نظره ورکړی او نیویارک ټایمز ته يې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د ژور اختلاف خبره کړې ده.

ویل کېږي چې د کابینې د اعلان ځنډ ګڼ دولتي پروګرامونه له خنډ سره مخ کړي دي او په اوسنۍ اداره کې د سرپرستو وزیرانو له لوري دندې سمې پر مخ نه وړل کېږي.

د کابینې په ټاکنه کې د واک پر مساوي وېش سربېره د افرادو ټاکنه هم له ستونزو خالي نه ده.

د واک په مساوي وېش کې نه یواځې چې د وزیرانو په سطحه خبره کېږي، بلکې ویل کېږي چې که چې که والي د یوې ډلې و، امنیه قومندان به يې دبلې ډلې وي، او دا تناسب به د ولسواليو په سطحه هم په پام کې نیول کېږي.

سره له دې چې نوي حکومت له نږډې شپږ میاشتني جنجال وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په امر پر هوکړه کانې شو، ولس ورسره بیا هم ګڼې هیلې غوټه کړې وي.

د شنونکو په قول د څرخي پله د زندانیانو په دوسیو کې ناکامي، د کابلبانک په قضیه کې بشپړه بې وسي او دامینتي تړون په لاسلیک سره د خلکو او دولت ترمنځ فاصله لا ډېره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

محمدص فرمایی لوی درواغجن هغه ده چه په خپله پر هیڅ خبره خبر نه وی او د بل خبره یی را انتقال کړی وی او ځانته مسلمان هم وای د کابینی د ځنډ اصلی او دقیقه موخه د هر وزارت لپاره له دری څخه واخله تر پنځو کسانو پوری د یو کلن دوه کلن او ۲۵ کلن پلان سره غوښتل شوی چه درسته علمی ملی اسلامی طرحه ولری او خپله لیکل شوی طرحه درسته تشریح کړای شی که هر د هر یوه طرحه ښه علمی منطقی ملی او اسلامی اړخ درلود او د هیواد په ګټه وه او وزیر هم… نور لوستل »

غوربندي

ناكرار ماليم صيب تاسو ته سلام او احترام د پتیال له انجام وروسته شاید تاسو خپله بی واکه خوله په یو ګذاره حال لخک کې واچوی! تاسو خو داده د مفکر صیب د معیار په بنا سره د کابینی د انتخاب پروسیس تشریح کړی ده خو که داسی وشوه (چی حتمي کیدونکې ده) چی فاسد چارواکي یی بدل رابدل کړل په تیره بیا بهرنیو چارو وږزارت او سیاسي نمایندګی یی د جنایتکاری ټلواکی لیلام ته همداسی پریښودې نو بیا به د ټولو لوستونکو تر مخه دلته خپله پزه په خاورو مښې یعنی خط-بیني به کشوی او له جیره خوری (ارتزاقي… نور لوستل »

raz mohammed mohmend

NEW GOVERNMENT EVERY THINGS DO EXCELLENT,NO MORE CORRUPTION,
I BELIVE DOCTOR GHANI IS SUPER LEADER .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x