ورزش

افغانستان اې ډلي د پاکستان اې ډلي ته شرمونکې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او پاکستان د اې ټیمونو تر منځ د کرکیټ ۱۵ اوریزه لوبه تر سره شول، چې لومړی په کښي افغانستان بیټنګ وکړ، او په خپل وار یې ۱۵۴ منډي جوړي کړې.

د افغانستان له خوا نجیب الله زدران ښکلې لوبه وکړه، او  څلوریزو او شپږیږو په مټ یې ۶۰ منډي جوړي کړې، او د هغه تر څنګ د افغانستان د اې ډلي بل لوبغاړي سمیع الله شینوراري 27، نجیب ترکي 18، شهزاد 17، محمد نبي 15 او حشمت الله شهیدي 11 هم ښه لوبه وکړه او د منډو شمېر یې تر ۱۵۴ منډو پوري ورسوی.

 

د پاکستان لخوا چې کله لوبه پیل شوه، نو په پیل کې د هغوی ۳ وکټه پر لپسې ونړېدی، چې له کبله یې په پاته لوبغاړو فشار زیات شو، او هغوی یو په بل پسې ټول وسوځېدل، او یوازي ۱۰۰ منډي جوړي کړي.

 

افغانستان دا لوبه په ۵۴ منډو وګټله.

 

باید وویل شي چې دا لوبه د پاکستان او افغانستان د اې ټیمونو تر منځ وشول، کوم چې د دواړو هیوادونو د ملي ټیمونو وروسته درجه لري، او له همدې ټیمونو څخه د ملي لوبډلي لوبغاړي انتخابیږي.

 

د لوبي په وروستي پړاو کې د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د افغانستان د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني هم ګډون وکړ، او د ګټونکو ته یې انعامونه وویشل.

 

دلوبي غوره لوبغاړی نجیب الله زدران وو، او هغه ته انعام وکړل شو، په داسي حال کې چې د لوبي جام د افغانستان کپتان محمد نبي ته وسپارل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x