تازه خبر : په کابل کې دبهرنیو ځواکونوپه مرکز وسلوال برید ترسره شو
له کابل نه په تازه ترلاسه شوي خبر کې ویل شوي نن سهار ۷ بجې دکابل ښار دپلچرخي سیمه نهمې حوزې ته څیرمه دفونکس کمپ په نامه دخارجي ځواکونو دتمویل او تربیې په نظامي مرکز دڅوتنو وسلوالو لخوا مخامخ وسلوال برید ترسره شو.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دپیښې پړه په غاړه اخیستي او رسنیو ته یې ویلي چې ددوي اووه تنه مجاهدینو دبهرنیو ځواکونوپر پوځي مرکزله سپکو او درنو وسلو نه په استفاده پراخ وسلوال برید ترسره کړي.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې دپیښې ځاي ته ورغلي لاری تړل شوي او دمرکز په شاوخوا کې پر لارویانو او ملکي وګړو ډزې کوي چې دڅو تنو ملکي وګړو دشهادت راپور هم ورکړل شوي.
احمد بریال