ورزش

کرکټ: یوه ورځ او د افغانستان دوه نه هیریدونکي بریاوې

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): نن افغانستان لپاره یوه نیکمرغه ورځ وه کومه کې چې د افغانستان الف لوبډله د پاکستان الف لوبډلې ته او د اسیا پریمیر لیگ په سیالیو کې افغان ۱۹ کلنو لوبډله د کویټ ۱۹ کلنو لوبډلې ته په ۲۰۶ منډو نه هیریدونکي ماتې ورکړه.

د اسیا پریمیر لیگ دوولسمې لوبې پچه افغان لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. په توپ وهنه کې د احسان الله ۸۹، جمعه گل ۷۲ او وحید الله شفق ۳۴ منډې د یادولو وړ دي.

افغانستان د احسان الله او جمعه گل ښه توپ وهنې په مرسته د کویټ لوبډلې ته يي ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.

د کویټ لوبډلې ته یوسف، محمد علي، محمد سرور، مقدم او باسم دوه دوه ویکټې واخیستې چې مقدم خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۰ منډې ورکړې وې.

ځوان افغان توپ اچونکي هم د توپ وهونکو په څیر غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړه او د کویټ ټوله لوبډله يي په ۶۵ منډو وسوځوله.

نننۍ لوبه کې نوید الحق ۴، محمد ظاهر ۳ او ضیاء الرحمن هم درې ویکټې اخیستلو سره د کويټ لوبډلې ته يي په ۲۰۶ منډو ستره ماتې ورکړه.

دغې لوبې گټلو سره افغان ۱۹ کلنو لوبډله د ۲۰۱۶ز کال د ۱۹ کلنو نړیوالو سیالیو ته لار ومونده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x