افغانستان

کندهار: له ګڼو ښوونځيو له ودانيو څخه د فوځي هډو ګټه پورته کيږي

Tooryalai_Wesaat_a_mosque_April_1_2011د ارغنداب کوچنيان وايې چې دا مهال د دوى په ښوونځيو کې کورني او بهرني سرتېري ميشت دي.

ددوى په خبره چې مخکي يې په ښوونځيو کې درسونه ويل او هره ورځ به ښوونځيو ته تلل ولي اوس دا کار په ټپه ولاړ دى.

يو تن کوچنى محمد عمر وايې چې ددوى ښوونځى د وسله والو تر راتګ وړاندي ډېر ښه فعال و کله چې وسله وال سيمي ته ننوتل نو د دي تر څنګ د نورو ښوونځيو ورونه هم وتړل سول.

د نوموړي په خبره چې بيا عمليات پيل سول او ددوى تړل سوي ښوونځى د سرتېرو په ميشت ځايونو او مرچو باندي واوښتل.له بلي خوا د ارغنداب يوه بل اوسيدونکي الله داد وويل چې کوچنيان يې اوس په کوڅو او کورونو کې ((بجلي او مردکي)) کوي ځکه چې د سيمي ښوونځى يې تړلي دي او دولت هم د زدکړو زمينه نه د برابره کړي.

دى وايې چې دا د دولت توان کې ده څو ددي ولسوالۍ په تابين، هديره، شهينانو، منار او نورو سيمو کې ښوونځى پرانيزي خو تر اوسه دا کار نه دى سوى.

له بلي خوا وايې چې د کوچنيو زدکوونکو د زدکړي له مرکز څخه اوس د فوځي هډي کار اخيستل کيږي او دي چاري خلک انديښمن کړي دي.

د کندهار والي توريالي ويسا بيا وويل چې رشتيا هم د ارغنداب يو شمېر ښوونځى تړلي دي او دا مهال پکښې سرتېري د مورچي ګټه پورته کوي خو وايې چې کله زدکوونکي او ښوونکي فعال سول او د زدکړو چاري رواني سوي نو سرتېري به د ښوونځيو له ودانيو څخه وباسي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوس يې هم په دي ولسوالي کې ګڼ شمېر ښوونځى د پراخو عملياتو له تر سره کيدو وروسته پرانيستي دي او دي چاري ته به نوره پراختيا هم ورکړي.

دا په داسې حال کې د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر هم په وروستيو خبرو کې ويلي او پر خپلو ټاکل سويو مسولينو يې ږغ کړى څو ښوونځى ونه سوځي او د زدکړي په وړاندي خنډونه راپورته کړي.

د کندهار والي هم د وسله والو د مشر د دي خبرو هر کلى وکړ او ويې ويل چې په سيمه کې هر واکمن دنده لري څو وګړيو ته د زدکړي زمينه برابره کړي.

دا په داسي حال کې ده چې وسله والو طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره له نړۍ والې ټولنې وغوښتل چې افغان او نړۍ وال امنیتي ساتونکي دي دعامه تاسیساتو څخه دپوځي اډو کار نه اخلي .

خبریال ویب پاڼه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x