شعـــــرونه

ليونى ندى څه ويني

تر داره چي مسكى ځي ليونى ندى څه ويني
سره اورته ګړندى ځي ليونى ندى څه ويني

انجام ته يې عقلونه واړه فلج دي په ظاهره
له  ژونده روغ سړى ځي ليونى ندى څه ويني

بې څه  نه ځي ښارونوته له كليونه وګړي
له ښاره چي كوچى ځي ليونى ندى څه ويني

دنياكي په انګارلكه كباب داسي پخيږي
عقباته چي دوګى ځي ليونى ندى څه ويني

په شك اوپه ګمان  دچاكتل ورته حرام دي
غزاته مېړنى ځي ليونى ندى څه ويني

الهامه !تل پخپلووزرونو ولمبوته
پتنګ چي تلولى ځي ليونى ندى څه ويني

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x