خبرونهنړۍ

اردوغان: «امریکا مسلمانانو کشف کړې، نه کریسټف کولمب»

نن‌ټکی‌اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): ترکي ولسمشر رجیب طیب اردوغان پرون د ځینو تاریخ پوهانو خبره تاييد کړې چې امریکا د لومړي ځل لپاره مسلمانانو په ۱۲مه میلادي پېړۍ –له کریسټیف کولمب څخه کابو درې سوه کاله وړاندې- کې کشف کړې ده.

ولسمشر اردوغان نن په استانبول کې د لاتین امریکا مسلمانو رهبرانو سره په یوه غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

ښاغلي اردوغان وویل: «د لاتین امریکا او مسلمانانو ترمنځ اړیکې ۱۲مې میلادي پېړۍ ته ورګرځي. مسلمانانو په ۱۱۷۸م کال کې امریکا کشف کړې، نه کریستیف کولمب».

ښاغلي اردوغان استدلال وکړ چې کولمب په حقیقت کې د کیوبا د یوې غونډۍ پر سر د جومات شتون تثبیت کړ چې په انقره کې اسلامي خلافت يې د تمویل ژمنه وکړه.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه: «زه غواړم د خپلو کیوبايي وروڼو په باب ووایم چې نن هم مناسبه ده چې د کیوبا پر غونډۍ یو جومات وي».

د یادولو وړ ده چې یو شمېر مسلمانو پوهانو هم په دې وروستیو کې ویلي چې له کرسټیف کولمب وړاندې هم په امریکا کې مسلمانان وو.

مسلمان مورخ، یوسف مرویح په ۱۹۹۶م کال کې یوه مقاله خپره کړه چې د کولمب یادښتونو کې په کیوبا کې د جومات شتون ته اشاره شوې ده.

ځینو لوېدیځ رسنیو د ښاغلي اردوغان پر دې ادعا نیوکې کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم : الله ج فرمایی ، تاسی په مومن ورور تر هغی د خیر فکر کوی چه شر مو تری لیدلی نه وی . زه داردګان اوسنی دریز هم غنیمت ګڼم او یا ترکیه کی داسی حکومت ( چه د ترکیی د اسلامی کولو د پاره که یی عمده کارونه نه دی کړی لږ تر لږه د اسلام سره په ټکر او ضدیت کی هم نه دی ) خوشبینه یم اما باوری نه یم ، هغسی چه لازم وه اردګان ونه کړی شول ، هو د خپل حکومت د اوږدوالی د پاره یی ډیر څه وکړل مګر… نور لوستل »

جبیرعبرت

زه دی خبره تائده وم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x