ټولنیزه برخه

عدم ـ عدم تشدد، یوه اړتیا

داد محمد ناوک

موږ ډېر وخت د نورو تر سوک لاندې راغلي یوو، خو که مو په مقابل کې د ځان د دفاع په خاطر هم لاس په سر نیولی نو د تبلیغاتو شور د جنجال ټوله سرچینه موږ ګڼلي یوو، که په سوک او لغته کې د دوی ګټه راشریکه وه نو د نړۍ اتلان یو، زمري یو او هڅو ته مو دوی هم په درنه سترګه ګوري، خوکه مې مبارزه د ځان د ځانتوب د خوندیتوب په خاطر وه، یا حد اقل زما په چیغه کې د ده ګته نه وه نو ټاپو ته يې زور ورکړی، نارې سورې يې جوړې کړې او اوازه يې په ټوله نړۍ کې خپره کړي چې د پښتون لا ماشوم په زانګو کې د جنګ لپاره چیغې وهي دوی لا په درسي نصاب کې مرمۍ سره جمع کوي او په جنګېدونکو يې ویشي او پوچې مرمۍ بېرته ترې تفریق کوي.

دې ډنډورو را وارد شویو مفکرینو ته زمینه برابره کړه او هغوی هم د پښتون تاریخ د جبر نمونه وګڼله او په ښکاره يې نارې کړي چې وه زوی مړیو تاسې خو له څلورم ټولګي ماشومانو ته دا ور پیچکاري کوئ چې پلار مو د چنګیز خوله ورماته کړه، تیمور يې په ځان پورې حیران کړ، سکندر هسې ځان ویوست، انګریزان خو مو د سوال ټوک ته کېنول او روسان خو نو هر چا ولیدل. دې وارد شویو مفکرینو تر دې اندازې زړورتوب وکړ چې آن په نصاب کې يې د تاریخ بدلون ته مټې رابډوهلې، دوی چې اوس هم د ماشوم په ادبیاتو غږېږي نو وايي چې ماشوم ته باید د ټوپک نوم یاد نه شي، له ځانه دفاع ور ونه ښوودل شي او لکه «ګوسفند» را لوی شي، ځکه چې که چېرته ورته ووایاست چې پلرونو مو ژوند د اسانو په شا تېری کړی، د خپلو ناموس په دفاع کې يې ککرۍ رغړېدلې نو له ماشوم سره به مو ظلم کړی وي او په لوی لاس به مو تشدد ته ورټېل وهلی وي.

په عربو کې تر اسلام وړاندې هم او له اسلامه وروسته هم د یوې مور یو مهم مسوولیت دا و  چې خپل ماشوم په ماشومتوب کې ډغرو ته تیار کړي ځکه خو د اسلام په راتګ رسول الله صلی الله علیه وسلم له وخت سره سم د اس سپرلي، لامبو او غشي ویشتل د مسلمان ځوان ځانګړنې یادې کړې دي. په یوه روایت کې راځي چې د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ترمخ یو ځوان ډېر سست تېرشو، چې کله يې ترې وپوښتل چې ولې داسې سست او مړپړ روان یې، نو هغه ورته وویل چې عاجزي کوم، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه له دې منعه کړ او زړور تګ او چست اوسېدل يې د مسلمان ځوان ښې ځانګړنې یادې کړي.  په رسول الله صلی الله علیه وسلم خالد رضی الله ځکه ګران و، چې په غبرګو لاسونو به يې تورې چلولې او له رومیانو سره په جګړه کې يې تخنیکي شاتګ یوه بله ځانګړنه وه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د «الله توره » لقب ورکړ.

اوسني مفکرین په ځوانه طبقه کې پورته ټولې ځانګړنې د تشدد نښې بولي او د ظالم انسان په وړاندې مقاومت او له خپله ناموسه دفاع تشدد او له انسانیته لري بولي.  په اصطلاح یوه ځوان روڼ اندي  راته وویل چې که مو چېرته د ناټو د یرغل په وړاندې مبارزه نه وای کړې، نو نړۍ به ناټو ملامته کړې وه او د دومره پاتې کېدو لپاره به پلمه ورته نه وه، د همدې ځوان بل ملګري تېر کال په جلال اباد کې د پښتو ادبیاتو په جشن کې په ډاګه وویل چې څوک انسان وژني هغه اروايي ناروغ دی، ځکه خو نو د دوی په فکر د توبه او انفال مبارک سورتونه د اروايي ناروغۍ د سرچینې نه راغلې دي ـ نعوذباالله. او د دوی استاد بیا په دې جشن کې د ملالې په لیکل شوې ټپه:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا د تشدد بېلګه ده، دې استاد په میوند کې جنګېدونکې ځوانان تندلاري وبلل او د ملالي په تقدس يې د نا پاکۍ ټاپه ووهله.

دغه ډله خلک په داسې حال کې د عدم تشدد ډنډورې غږوي چې د امنیتي ځواکونو په نامه د پردیو زامنو او وروڼو نه جوړه ډله د خپلو ګټو لپاره قرباني کوي او د هغوی په ‌ډزو افرینونه وايي، خو دوی هېر کړي دي چې که چېرته نننیو ماشومانو ته له ځانه دفاع تشدد معرفي شي نو بیا به د دوی د ګټو لپاره څوک جنګېږي او دوی به بیا څوک د خپلو ګټو په خاطر شهید بولي او شعرونه به ورته لیکي؟

دا ډله مفکرین په نړۍ کې د ايټم بم په موجودیت کې یواځې د پښتون لپاره د عدم تشدد سروڼی پیل کړی او یواځې پښتون ته دا نارې وهي چې ته بېخې توره مه یادوه خیر دی که په نړۍ کې واکمنان د انسان وژنې لپاره ایټم بم هم لري. دوی لاسي غواړي خپل راتلونکی نسل له خپلو اسلافو بې خبره کړي او لاس تړلی يې د نړۍ اسراییلي سرطان ته ور خوشي کړي چېرته چې له پنځم ټولګي نه نظامي تعلیم ورکول کېږي او له ښوونځي نه فارغېدونکی ځوان یو منظم روزل شوی اسراییلي پوځي هم وي.

له ځانه دفاع یا په ځان کې د دفاع په تمه غبرګون ساتل تشدد نه، بلکې یوه مهمه اړتیا ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم سره له دې چې یو خورا حلیم انسان و، خو د دکتور طارق سویدان د ژباړل شوي سیرت له قوله يې د بنو قریضه قبیلې اوه سوه تنه په یوه ورځ تر تېغ تېر کړل، همدا رنګه يې په عام الوفود کې چې له شاوخوا نه قبیلې پخپله د اسلام لپاره راتلې خو د نجران قبیلې ځان غلی کړی و، رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه ورپسې ولېږه او په زور يې راوستل چې کله يې د دې قبیلې مشران حاضر کړل، نو په غوسه يې ورته وویل: که نه وای راغلی ستاسې پرسرونو به مې پښې اېښې وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x