fbpx

زرګونو لاریون کوونکیو په مزارشریف کې دیوناما دفتر وسوځول او اته بهرني کاركوونکي یې ووژل

mazar_demonstration_for_quranپه امریکا کې د قران کریم دسوځولو پر ضد زرګونو پاریدلو لاریون کوونکیو نن د جمعې له لمانځه څخه وروسته په مزار شریف ښار کې دملګرو ملتونو دیوناما دفتر وسوځول او اته کارکوونکي یې ووژل.

د امریکا په فلوریډا ایالت کې دیوه کلیسا مشر (پادري) تیره اونۍ په کلیسا کې دننه یوه نسخه قران کریم سوځولی وو چې دغه کار د اسلامي هیوادونو او مسلمانانو کلک غبرګونونه راپارولي دي.

د همدې پیښې په غبرګون نن دوري په ۱۲مه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې دجمعې له لمانځه څخه وروسته له روضې او نورو جوماتونو څخه زرګونه خلکو پر لاریون لاس پورې کړ.

لاریون کوونکیو چې دامریکا پر ضد یې شعارونه ورکولو په دغه ښار کې د ملګرو ملتونو ددفتر یوناما په لوري ولاړل ، پر دفتر یې د کاڼو او تیږو ګوزارونه وکړل او بیا یې ددفتر له ساتونکو وسلې واخیستې یې او هغوی یې ښه ووهل.

په شمال کې د ۳۰۳ پامیر زون دپولیسو د قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزي نن مازیګر ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل چې لاریون کوونکیو د یوناما  ددفتر اته تنه بهرني کارکوونکي ووژل، چې له دوو څخه یې سرونه هم پرې کړي دي.

دی وایې چې لاریون کوونکیو دڅلورو موټرو په ګډون د یوناما ددفتر ټوله وداني هم وسوځوله.

احمدزي په وینا، سوله ییز لاریون دهر چا حق دی، خوزیاته یې کړه، چې ددې لاریون کوونکیو په منځ کې دحکومت مخالفین ننوتلي وو او غوښتل یې چې د مزار شریف د ښار امنیت ګډ وډ کړي.

دی وايې چې دلاریون یو شمیر ګډونوال وسلوال وو او د لاریون پر مهال دډزو له امله یو شمیر لاریون کوونکیو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمیره ورسره وه.

د سمیع الله په نامه د لاریون یو تن ګډونوال پژواک ته وويل چې دوی سوله ییز لاریون پیل کړی و، خو خبر نه و، چې دا به تاوتریخوالي واوړي.

دی وایې ، کله چې لاریون کوونکي دیوناما پر دفتر ننوتل، نو دی ترې په شا شو او لاریون یې پریښود.

د هغه په وینا، لسګونو لاریون کوونکیو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې پیښې سره د مزار شریف ښار ډیره برخه بنده شوه، خلک له ښار څخه دتیښتي هڅه کوله او تر ماښامه پورې په ښار کې د ډزو غږونه اوریدل کیده.

پژواک خبري اژانس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د