افغانستان

کندوز: په شپنیو عملیاتو کې کورنیو عسکرو څلور ملکي وګړي وژلي

 

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): داخلي عسکرو تېره شپه د کندوز په چهاردره ولسوالي کې شپني عملیات کړي دي، چې د دوی په خبره اوولس شکمن کسان يې نیولي او څلور نور يې وژلي دي.

د چهاردرې ولسي وګړو د وژل شویو وګړو جسدونه د کندوز ولایت مقام ته راوړي دي او ویلي يې دي چې وژل شوي او نیول شوي ټول ملکي وګړي دي، چې له طالبانو سره هیڅ اړیکي نه لري.

څو ورځې وړاندې له رسنیو نه داسې راپورونه خپاره شول چې ګډ حکومت به بهرنیو او کورنیو عسکرو ته د شپنیو عملیاتو اجازه ورکړي پر دې سربېره ورته د درنو وسلو اجازه هم شته.

د کابل امنیه قومندان رسنیو ته پر دې خوښي څرګنده کړه  او ويې ويل چې په شپنیو عملیاتو کې عامو وګړو ته تلفات کم وي.

د کندوز په چهاردره کې د ناټو روزل شویو افغان عسکرو عملیات کړي او وايي چې دوی په هغه کس پسې عملیات پیل کړل چې کندوز ته نوی د جګړې لپاره راغلی و.

د چهاردرې د زیانمن شویو خلکو له خولې چې په یوه تن پسې اوولس نفره نیول او څلور نور وژل پر دې سربېره په دې یو ویشت نفرو کې هماغه تن نه وي، د دولت استخباراتي کمزوري ده چې یواځې ولسي وګړي ځوروي.

تر اوسه نه ده څرګنده،چې دکندوز په چهاردره کې په شویو عملیاتو کې کورني عسکر یواځې وو، که بهرني عسکر هم ورسره همکار و.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د جنجال یوه موضوعه هم شپني عملیات و، چې دګډ حکومت له پیل سره وال سټریټ ژورنال داسې راپور خپورکړ، چې نوی حکومت بهرنیو او کورنیو عسکرو ته د شپنیو عملیاتو تایید کړی دی.

د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت مسوولینو پر دې خوښي څرګنده کړې، خو ارګ لا تراوسه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x