fbpx

له ولسمشرۍ وروسته د حامد کرزي تازه مرکه؛ پخوانۍ پېښې او نوي اعترافونه – (د بشپړي مرکې آډیو)

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۲۵مه، ۱۳۹۳ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي له ازادي راډیو سره په تازه مرکه کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړې.

حامد کرزي له امریکا سره د خپلو شخصي او ديپلوماتیک اړیکو د خرابتیا لامل یوازې او یوازې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو له لورې ړانده شپنیز عملیات، د افغانانو کړول او د خلکو ارزښتونو او دودونو ته سپکاوی او تېری بولي. ده وویل، چې ده ته داسې مالومات رسېدلي، چې نوي ګډ حکومت بالاخره د امریکا فشارونو ته غاړه ایښې او د شپنیو عملیاتو اجازه یې ورکړې او اوس عملا پيل شوي هم دي. حامد کرزي د اشرف غني له خوړا د شپنیزو عملیاتو اجازه «د تاسف وړ» وبلله. ښاغلي کرزي وویل: « شپني عملیات د تاسف خبره ده. شپني عملیات مو په ډېر مشکله بند کړل. دا د افغانانو د عزت مسئله ده. موږ ته په هېڅ قیمت د منلو وړ نه ده. په دې مو امریکایانو سره ډېره لویه شخړه شوې ده. له شپنیو عملیاتو سخت په تنګ راغلم».

ښاغلي کرزي وویل: « که بهرنیان خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي، مخالفت به یې کوم.»

حامد کرزي د اپوزیسیون جوړلو په تړاو ګنګوسې رد کړې.

نوموړي په همدې باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې افغانانو اوس هم امریکایانو ته له زیات زغم نه کار اخیستی ، که زغم نه وای ، نو اوس «ولا که ګرسره» په افغانستان کې پاته وای!

دا چې د افغانستان و امریکا ترمنځ اړیکي کله خرابې شوې، ښاغلي کرزي وویل: «په ۲۰۰۵ کې مې په لومړي ځل امریکایانو ته د ملکي وژنو په اړه د دیپلومایتکو چاینلونو له لارې شکایت وکړ؛ خو کله چې دوی [بهرنیانو] پاملرنه ونه کړه، بیا اړ شوم چې خپله خبره رسنیزه کړم».

کرزي دا هم وویل چې په لومړیو کې يې امریکایانو سره «رښتینې» همکاري کوله؛ خو چې ورپام یې شول چې د هغوی کړنې د افغانانو په زیان دي، نو مخالفتونه یې پیل کړل.

له امریکایانو سره د حامد کرزي یو د اختلاف ټکی هم خصوصي امنیتي شرکتونه وو. کرزي وویل: « خصوصي امنیتي شرکتونه د «وفادارانو د اخیستلو او حکومت کمزوري کولو» لپاره وو.».

ښاغلي کرزي د یوه امریکايي جنرال د کتاب او لیکنې په استناد په باور سره وایي، چې «امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې».

هغه همداراز په افغانستان کې د «یو پټ اشغال» خبره هم کوي.

ښاغلي کرزي د امنیتي تړون په تړاو وویل، چې امریکا هڅه کوله، چې د دوی د خپلو ګټو او اهدافو لپاره استعمال کړي، نوموړی پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه له پټ رازه پرده پورته کوي او زیاتوي، چې پاکستان تر هغې پورې پر افغانستان یوه حمله هم نه وه کړې، څو چې موږ امریکا ته د تړون له لاسلیکه نټه وکړه ، نو همدا وو ، چې لس ورځې وروسته پر افغانستان د پاکستان راکټي بریدونه پيل شول.

کرزي وویل: «کله مو چې امریکایانو ته د پاکستان د راکټي بریدونو له امله شکایت وکړ، دوی وویل، “دا مو خپله مسئله ده”، له هغې راهیسې ډېر نهیلې شوم».

د اداري فساد په اړه وايي، چې امریکا په لوی لاس افغانستان ته فساد راووست، ترڅو افغانستان تل یو کمزوری او نورو ته د اړ حکومت خاوند وي، ځکه يې نو فساد اوج ته ورساوو. ښاغلي کرزي وویل چې خبرونه یې ترلاسه کړي وو چې لوېدیځ هېوادونه «فساد» د یوې حربې په توګه کاروي.

د پاکستان په اړیکو هم غږېدلی او زیاتوي، چې پاکستان د هند سره د مناسباتو او اړیکو د کنټرول غوښتنه کوله.

دا مرکه تاسو په لاندي پلېر کې اوریدلای شئ:

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

غلامه دهغوځوانانو،پیغلوټو،تورسرو،سپین سرو،سپین ږیرو،علماء،طالبانوأومعصوموماشومانولپاره څه جواب لری چی له ژوندڅخه دی بی برخی کړل،بی لاسو بی پښو،فلج،ړانده.یتیمان،کونډی،بوری،أسیران،أونیم ځان دی کړل ،أودوی به له تاڅه خاطره ولری۰۰۰۰۰۰۰،،مرامرګ بهترأزآن زنده ګی،،که سالارباشم کنم بنده ګی،،،،،

Malim
میلمه
Malim

غزنوی هیله ده دا د ویازلی شخص تخلص له ځانه لیری کړی

ښه به وی له ځان سره د

پاکستانی یا هیرامنډیی ورستاړی اضافه کړی

ایمل
میلمه
ایمل

یاره زه خو تا ته حیران یم نه پوهیږم چې ولې په دومره سپین سترګۍ سره حق ته باطل او باطل ته حق وایي؟؟؟ کاشکی چې تا بیا سالم بحث کولائ شوای هم ښه به وو مونږ به هم قناعت کړی وو چې مالیم صیب یو څه منطقی دلائل لري، چې لږ بند راشي نو بیا پوچ الفاظو ته شروع وکړې، کله په استشهادی پسې سپکې سپورې وایې او کله په طالب پسې او په حقیقت کې د اسلام لوی دښمن یې ځکه چې طالب او استشهادی یوازې او یوازې د الله د دین د حفاظت لپاره خپل سرونه په… نور لوستل »

gul
میلمه
gul

غزنوي صاحب خو کومه ګنده خبره نه ده کړې مګر تا چې دغه مرداره منډه یي یاده کړې باید خوله په مسواک ومینځي استغفرالله ووایي او د مالیم نوم له ځانه وغورځوې شوده خانه