طالبانو په لغمان کې د روغتون څخه د فوځي ګټي اخیستل په کلکله وغندل

search_an_afghan_woman_entrening_a_health_clinicنن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند به یو لړ څرګندونو کې ویلي چې باید په لغمان کې د رغتون څخه د ولسوالۍ کار وانه خیستل سي، ځکه چې دوی به یې د ولسوالۍ د ودانۍ په توګه تر خپلو بریدونو لاندي راولي..

نومړي په خپلو څرګندونو کې وویل چې افغان حکومت د لغمان ولایت د بادپښ په ولسوالۍ کې یوه نوې ولسوالۍ اعلان کړې، او ځکه چې هلته د ولسوالۍ ودانی نسته،

نو حکومت په سیمه کې پر یوه روغتون قبضه کړې او هلته یې خپل عسکر ځای پر ځای کړي او روغتون یې په یو عسکري ځای بدل کړی..

ذبیح الله مجاهد د افغان حکومت دغه کار په کلکه سره غندلی او ګواښ یې کړی چې دوی به دغه ودانۍ تر خپلو وسلوالو بریدونو لاندي راولي..

په دې هکله هغه څرګندوني چې د طالبانو په پاڼه الاماره کې نشر سوې، د موضوع د اهمیت له وجي مونږ هم دا څرګندوني دلته کټ مټ نشروو..


دلغمان په روغتیایې مرکز کې دولسوالۍ دجوړولو په هکله داسلامي امارت دویاندذبیح الله مجاهد څرګندونې

تيره ورځ دلغمان ولايت دمرکزمربوط بادپښ سيمه چې پخوا دمرکزمهترلام يوه برخه وه دکابل ادارې لخوادنوي اداري واحد او ولسوالۍ په نامه ونومول شوه ،دلته مجاهدين دپخواڅخه ښه فعال حضور لري چې دکابل اداره غواړي دغه ځای ته نوي داخلي اوبهرني عسکر دولسوالۍ دساتلوپه نامه واستوي؛ خو څرنګه چې نوې ولسوالۍ ودانۍ نه لري ،امريکايي او کورني اجير عسکر او پوليس په دغه سيمه کې ديوه طبي فعال کلنيک څخه چې دورځې په لسهاو عامو وګړو د درملنې لپاره مراجعه ورته کوله ، دولسوالۍ دمرکزپه توګه استفاده پيل کړه

چې په دې اقدام سره به اوس مجاهدين دجنګي مجبوريتونو له وجهې په همدې پخواني کلنيک چې اوس دولسوالۍ په مقراونظامي مرکزبدل شوي بريدونه کوي .

موږدبشري حقوقو دمدافع ډلو اودنړيوال روغتيايي پروګرام مسئولينواوهم دسره صليب دنړيوالې ادارې څخه غواړو چې دکابل ادارې او په هيوادکې دبهرنيو عسکرو ددغه ناوړه اقدام غندنه وکړي او له دغو مزدورانو او يرغلګروڅخه وغواړي چې عامه تأسيسات او روغتيايي مراکز دسپرپه ډول دپوځي موخو لپاره استعمال نکړي اوکه داسې ونشي په راتلونکې کې به دټولو هغوزيانونو مسئوليت چې دغه کلنيک (اوس ولسوالۍ )ته اوړي اوزموږ دمجاهدينو ترګوزارلاندې راځي دمخالف لوري په غاړه وي ځکه دوی ديوه بشپړ ملکي اوټول ګټې ځای په خاصه توګه دروغتيايي مرکزڅخه دسپرپه توګه استفاده کوی ، دااقدام دبهرنيو يرغلګرو هغه عمل ته ورته ده چې په هيوادکې يي دتيلفونې شبکوڅخه چې بشپړتجارتي اوټولګټې ځایونه وو،خودوۍ ترې داستخباراتي موخو دترلاسه کولو لپاره کارواخيست او داعمل په ګڼوځايونوکې ددې باعث شو چې مجاهدين دشپې له خوا اوپه بعضو سيموکې حتی دورځې لخواهم دغوشبکوته دفعاليت د درولو حکم وکړي ترڅو دهغوخلکو ژوند وژغورل شي چې دهمداسي فعاليتونوپه وجه دامريکاي چاپواوبمباريو لاندې راځي اوپه پوره بې رحمۍ سره په شهادت رسيږي ،کورونه يي ورانيږي اوشتمنۍ يي له منځه ځي .

دښمن تر دې وړاندي هم په ډیرو ځایونو کې نظامي ځواک په مدرسو او مکاتبو کې ځای په ځای کړی ،چي کله مجاهدین برید ورباندي وکړي نو بیا یې دناټوله لوري تمویلیدونکي رسنئ داسي رنګ ورکړي چي ګویا دا برید دتعلیم په مر کز وشو ،او س دې ته لاره هواروي چي له کلینکونو نه هم ورته کار وا خلي .

دافغانستان داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد

۱۴۳۲/۰۴/۲۷هق

۲۰۱۱/۰۴/۰۱ م .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د