ټکنالوژي

د نوکیا په نوم به بیا هم سمارټ فون بازار ته وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): له دې وروسته هم کیدی شي چې د نوکیا په نامه سمارټ فون بازار ته وړاندې شي چې د نوکیا کمپنۍ لخوا به نه وي جوړ شوي.

مایکروسافټ کمپنۍ د نوکیا کمپنۍ له اخیستلو وروسته پریکړه وکړه چې د دغې کمپنۍ نوم به هم نور خپلو تولیداتو کې نه استعمالوي چې په همدې اساس يي خپل نوی سمارټ فون د نوکیا لومیا پر ځای د مایکروسافټ لومیا په نامه معرفي کړ.

خو د نوکیا کمپنۍ مشر راجیف سوري ویلي چې په رسمي ډول د نوکیا له منځه تگ به په دې معنی نه وي چې له دې وروسته به دغه کمپنۍ په نوم موبایل بازار ته نه وړاندې کیږي.

نوکیا کمپنۍ مشر وویل چې دوي کوښښ کوي چې د لایسنس له لارې نورو کمپنیو ته د نوکیا تر نامه لاندې سمارټ فون جوړولو اجازه ورکړي.

له دې مخکې نوکیا کمپنۍ ډير پیاوړي موبایلونه بازار ته وړاندې کول چې د سمارټ فون په برخه کې يي له نورو کمپنیو سره سیالي ونشو کړای او له ماتې سره مخ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x