افغانستان

دوهم تعقيب: د کابل دارالامان چاودنه د شکريه بارکزۍ پر موټر شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار پاوباندې لس بجې د کابل لويدیځ کې پر دارالامان سړک يوه درنه چاودنه وشوه.

ځايي خلک وايي، چې چاودنه د ولسي جرګې ودانۍ ته څېرمه وشوه.

لومړني راپورونه وايي، چې د چاودنې موخه د ولسي جرګې وکیله شکريه بارکزۍ وه.

خبر زياتوي، چې دغې چاودنه کې شکريه بارکزۍ ټپي او ډرايو یې وژل شوی دی.

دکابل پوليسو وياند حشمت ستانکزي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې چاودنه د سرتيري بريد له امله شوې، مګر د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

د پېښې په اړه به بشپړ معلومات وروسته په ليکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x