افغانستان

د ايراني سرتېرو له خوا د وژل شويو لسو افغانانو نومونه په ډاګه شول

edam_iranيوې باوري دولتي سرچينې د هغو لسو افغان زندانيانو نومونه پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړل ، چې دوه اونۍ وړاندې د تهران اړوند د کرج سيمې په قزل حصار نومي زندان کې د ايراني سرتېرو له خوا وژل شوي دي.

دغې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  په ( ٢٤ کب ١٣٨٩ ) نېټه د قزل حصار په زندان کې وروسته له هغه ٨٠ تنه زندانيان ووژل

او ټپيان شول ، چې د دوى سوله ييز اعتراض د ايراني ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شو.

دغه سرچينه وايي ، چې ددغه اعتراض له پاى ته رسېدو وروسته ١٥٠ تنه زندانيان د ايراني ځواکونو له خوا نامعلوم ځاى ته يوړل شول.

له هېواد څخه بهر دغې باوري دولتي سرچېنې د نوم د نه څرګندولو په شرط نن ( د وري په ١٠ مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په وژل شويو زندانيانو کې لس افغانان هم شامل و .

دغې سرچينې زياته کړه ، چې په وژل شويو افغان زندانيانو کې غلام حسين حسيني، رحمن د عباس زوى، محراب  او وحيد د کابل اوسېدونکي، محمد او شيراغا د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ او شمس الدين ، احمد او محمد سرور دهرات د شينډنډ ولسوالۍ او نظير احمد د هرات اوسېدونکي و.

ديادونې ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين دوه ورځې مخکې ويلي و، چې په ايران کې څه د پاسه پنځه زره افغانان بنديان دي ، چې ٢٨٠ يې په اعدام محکوم شوي دي.

خو د ( فرياد سبز) په نامه يوې ايرانۍ ويب پاڼې د ايران د فارس دولتي خبري اژانس په حواله راپور ورکړى، چې د قزل حصار په زندان کې اعتراض کوونکيو زندانيانو د تيښتې هڅه کوله او په همدې ترڅ کې يې د زندان ښيښې ماتې کړي او ساتونکي يې وډبول.

د فارس په رپوټ کې د زندانيانو پر وړاندې له وسلې څخه کار اخيستنې ته اشاره نه ده شوې، خو څرګنده کړې يې ده، چې څو تنو زندانيانو د ټپونو او د ګاز له امله د بې هوښه کېدو په پايله کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .

پژواک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x