ټکنالوژي

نور سکایپ کښته کولو ته اړتیا نه لرئ؛ هغه څنګه…؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): سکایپ د انلاین اړیکه نیولو لپاره خپله نوې ویب پاڼه معرفي کړې چې له امله يي نور د سکایپ میسینجر کښته کولو اړتیا نشته او کاروونکي کولی شی په مستقیم ډول له همدې ویب پاڼې څخه اړیکه ټینگه کړي.

مایکروسافټ کمپنۍ اوسمهال د سکایپ ازمیښتې ویب پاڼه د کاروونکو لپاره وړاندې کوي چې د مشکلاتو له منځه وړلو وروسته به دغه ویب پاڼه په رسمي بڼه کاروونکو ته وړاندې کړي.

نوی ویب پاڼې له وړاندې کیدو سره به کاروونکي کولی شي چې د www.skype.com ویب پاڼې څخه له خپلو ملگرو سره اړیکه ټینگه کړي او لیکلي پیغامونه واستوي.

دغه نوی ویب پاڼه به په گوگل کروم (Google Chrome)، فایرفاکس (FireFox)، انټرنیټ اکسپلورر (Internet Explorer) او سفاري (Safari) بروزر کې به بغیر له کومې ځانگړې ترتیباتو څخه د کارولو وړ وي.

اوسهال کاروونکي کولی شي چې د سکایپ له ویب پاڼې څخه د www.outlook.com په مرسته وکاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x