نړۍ

فلسطين کې د اسراييلي عسکرو او فلسطيانو تر منځ اخ و ډب شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه ناوخته د اشغال شوي بيت المقدس ختيځ «الطور» سيمې ته څېرمه د فلسطيني ځوانانو او اسراييلي عسکرو تر منځ اخ و ډب کې درې فلسطينيان ټپيان شوي دي.

د اسراييلي پوليسو وياندې لوبا السمري فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي، چې د اسراييلي عسکرو او فلسطينانو تر منځ د اخ و ډب په ترڅ کې يو فلسطينی ټپي شوی دی.

بل پلو فلسطيني چارواکي وايي، چې اسراييلي عسکرو درې فلسطينيان ټپيان کړي، چې يو پر سر لګيدلی او دمګړۍ درې واړه ټپيان روغتون کې د درملنې لاندې دي.

فلسطيني رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي، چې اسراييلي عسکرو څلور فلسطيني ځوانان نيولي، مګر اسراييلي عسکرو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستيو اوونيو کې د فلسطين ختيځ، لويديځ او ګڼو نورو سيمو کې د اسراييلي عسکرو او فلسطينيانو تر منځ تاوتريخوالی زيات شوی.

د دغه تاوتريخوالي ستر لامل دا ښوول شوی، چې يهودي ښکېلاکګرو مسجد فلسطين کې خپلې ابادۍ او مذهبي فعاليتونه زيات کړي دي.

اسراييلي عسکرو اعلان کړی، چې له پنځوس کالو لږ عمر لرونکي مسلمانان مسجد اقصی ته نه شي ورتلی.

فلسطيني چارواکي وايي، چې يهودي ښکېلاکګر هوډ لري، چې مسجد اقصی ونړوي، مګر اسراييل دا تورونه ردوي او وايي، چې له پنځوسو کالو کم فلسطينيان مسجد اقصی ته د مظاهرو او لاريونونو له وېرې نه پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x