افغانستان

د بهرني ځواکونو دوه نور سرتیري د هیواد په ختیځ کې وژل شوي

U.S._Marinekilled_in_Afghanistanنن ټکی آسیا: په افغانستان کې بهرني ځواکونو نن د چهار شنبې په ورځ یو وار بیا ومنله چې د دوی دوه عسکر د هیواد په ختیځ کې د وسلوالو مخالفینو په برید کې وژل شوي دي..

د خپل عادت او سیاست سره سم ایساف نه غواړي چې په خپل سر د عسکرو د تابعیت او د وژل کېدو دقیق ځای په نښه کړي.

مګر د طالبانو پاڼي پرون ذبیح الله مجاهد له قوله د افغانستان په ختیځ کې د مختلفو ولایتونو څخه د بهرنیو قواوو پر ګزمو د برید خبرونه خپاره کړي.

په روانه میلادي میاشت کې تر اوسه د بهرنیانو له خوا 35 عسکر وژل شوي اعلان شوي، چې د کال د لومړي ورځي څخه 105 تنو ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x