هالینډ: له لمره چارجېدونکو تختو څخه سړک جوړ شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): کله مو فکر هم کړی چې په ارامه او ښایسته فضا کې د بایسکل چلول څومره خوند لري؟ که داسې فکر کوئ نو د بایسکل چلولو لپاره تر ټولو غوره ځای هالینډ دی چې له لمر څخه چارج اخیستونکي تختو څخه سړک جوړ شوی چې د بایسکل چلولو لپاره انسان انرژي ته هیڅ اړتیا نشته.

هالینډ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې خلک يي بایسکل تر موټر هم زیات خوښوي دغه هیواد کې یو سل او اتیا (۱۸۰) لکه بایسکلونه همیشه په سړکونو گرځي. دغه شمیر نظر کې نیولو سره دغه هیواد دغه خلکو ته نوره اسانتیا هم برابره کړه.

هالینډ لمر څخه چارجیدونکي تختو څخه بایسکل چلوونکو ته سړک جوړ کړی چې دغه سړک يي سولا روډ نومولی او ۷۰ متره اوږدوالی لري. دغه سړک د خپل ډول لومړني سړک دی چې دغه پروژه په ۲۰۰۹ز کال کې د ټي اين او څیزنیز مرکز لخوا وړاندې شوې وه.

دغه سړک په داسې ډول جوړ شوی چې باران اوبه پرې نه پاتیږي او اسانۍ سره د لمر شعاع جذب او انرژي تولیدولی شي. د څیړونکو په وینا دغه سړک به چاپیریال له ناپاکی څخه هم وژغوري.

پر دغه سړک به د ورځې ۲۰۰۰ بایسکلونه سفر کوي او که چیرې دغه تجربه کامیابه شوه نو دې ته ورته سړکونه به د دغې هیواد په هر برخه کې جوړه شي.

بایسکل چلوونکي وايي چې پر دغه سړک بایسکل چلول ډیر خوند ورکوي او د ارامتیا احساس کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د