نړۍ

واشنګټن پوسټ: سي ای اې د بشارالاسد «منځلاري» مخالفين روزي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل):واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکا مرکزي استخبارتي ادارې «سي ای اې» پرېکړه کړې، چې د سوريې حکومت منځلاري وسله وال مخالفين وروزي او د اسلامي دولت پر ضد يې وجنګوي.

واشنګټن پوسټ زياتوي، چې د بشارالاسد څلور سوه منځلاري مخالفين د سي ای اې له خوا تر روزنې لاندې دي او دغه شمېره به راتلونکو لنډو ورځو کې نوره هم زياته شي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی، چې څو ورځې وړاندې د امريکا دفاع وزارت پينټاګان ويلي و، چې د بشارالاسد د منځلارو وسله والو مخالفينو د روزنې پلان يې جوړ کړی دی.

دواشنګټن پوسټ له قوله ياده پرېکړه د سپينې ماڼۍ امنيتي چارواکو امريکايي ولسمشر بارک اوباما سره په پټه کړې ده.

امريکايي سرچينې وايي، چې د اسلامي دولت پر ضد امريکايي ايتلاف مخ پر ناکامېدو دی او له همدې امله امريکايي استخباراتو پرېکړه کړې، چې د اسد منځلاري مخالفين د اسلامي دولت پر ضد وجنګوي او هر ډول نظامي او لوژيستيکي مرسته يې وکړي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه عبدالباري عطوان وايي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري څه موده وړاندې منځني ختيځ کې د عربي هېوداونو مشرانو سره په دې سلامشوره کړې وه، چې د اسد منځلاري مخالفين به د اربکيانو په څېر د اسلامي دولت پر ضد وروزي او هر ډول مرستې به يې وکړي، تر څو د عربي هېوادونو د پوځونو پر ځای اسلامي دولت سره وجنګيږي.

عربي سرچينې وايي، چې سعودي عربستان، اماراتو، عمان او مصر په ګډه د جان کيري د پرېکړې ملاتړ کړی او د هر ډول مرستو ډاډ يې ورکړی دی.

شنونکي وايي، چې اوس د امريکا په مشرۍ له څلويښتو زيات عربي او لويديځوال هېوادونه د اسلامي دولت پر ضد هوايي بريدونه کوي او د عراقي پوځ تر څنګ د سوريې، عراق او ترکي کردان په ګډه د اسلامي دولت پر ضد ځمکنۍ جګړې کوي او اسلامي دولت مخ پر وړاندې روان دی، نو فکر نه کوي، چې د سوريې منځلاري مخالف وسله وال دې هم په دې وتوانيږي، چې اسلامي دولت ته ماتې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x