ټکنالوژي

روس د امریکايي ویکیپيډیا پر ځای خپله ویکيپيډیا جوړه وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): روس پرېکړه کړې، چې د ویکیپیډیا پر ځای خپله ویکیپيډیا «دايرة المعارف» جوړه کړي، تر څو په خپل هیواد روسیه کې خپل ولس ته د روسیې په اړه مثبت او ګټور معلومات وړاندي کړي.

په مسکو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین د کتابتون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ویکیپيډیا له پلټلو وروسته دوی ته څرګنده شوه چې دغه پاڼه د روسیې په اړه تفصیلي او بشپړ ګټور معلومات کتونکو ته نه وړاندي کوي چې له کبله یې دوی دې ته اړ دي چې یوه داسي دایرة المعارف یا ویکیپيډیا پاڼه جوړه کړي، چې د سیمي او په دې سیمه کې د ژوند په اړه بشپړ باوري او ګټور معلومات را ټول کړی شي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دوی د نوې ځانګړې ويکيپيډيا پر جوړولو لاس پورې کړی، مګر دا یې نه دي ویلي چې اوسنۍ ویکیپيډیا به د روسانو په مخ خلاصه وي، او که بنده.

د کرملین مرکزي کتابتون چارواکو ویلي چې فعلا دوی تر پنځوس زرو زیات کتابونه او ارشیفي لاسوندونه د دغه پروګرام چلوونکو ته سپارلي، او هغوی پرې کار پیل کړی دی.

ویکیپيډیا چې دایرة المعارف باندي هم شهرت لري، په اوسني وخت کې تر ټولو پاڼو زیاته معلوماتي پاڼه بلل کیږي، چې د عامو انټرنیټ کاروونکو له خوا هره ورځ په مختلفو برخو کې لا پسي غني کیږي.او ځکه چې د ویکپيډیا د پاڼي جوړوني سکریپټ هم یو خلاص سکریپټ یا انټرنیټي صفحه ده، هر فرد، تنظیم او هر هیواد کولای سي چې ځانته ددغه صفحې په واسطه خپله خاص دایرة المعارف جوړه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x