افغانستان

افغانستان: په جلا جلا پيښو کې د امنیتي چارواکو ځینی جګ پوړی کسان وژل شوي

Afghan-police-recruitsنن ټکی آسیا: پرون د هیواد په مختلفو سیمو کې په جلا جلا پيښو کې د امنیتي ځواکونو په منځ کې ګڼ شمېر مرګ ژوبله اوښتې..

د تفصیلاتو سره سم پرون غرمه د پکتیا ولایت د سید کرم په ولسوالۍ کې یوه چاودنه وشوله، چې له امله یې د سرحدي پولیسو یو تن درستیزوال ډګروال شیر احمد کوچي د خپلو دوو ملګرو پولیسو سره ټپي شو..

ویل کیږي چې موټر په بشپړه توګه ویجاړ شو، د پيښي په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په پېښه کې څلور تنه پولیس مړه او دوه نور ټپیان شول.

په یوه بله پېښه کې د بلخ ولایت د شور تیپې په ولسوالۍ کې د یو ماین په چاودنه کې د همدې ولسوالۍ ولسوال رحمت الله ټپي شو، او چارواکو یې په اړه ویل چې د نومړي رغتیايي حالت ډاډمن دی.

او د سمنګان ولایت د تاشقرغان په ولسوالۍ د اربکیانو یو تن قومندان په یو وسلواله نښته کې ووژل شو.. د طالبانو ویاند په دې اړه وویل چې دا نښته د طالبانو او اربکیانو تر منځ پرون غرمه په یادي ولسوالۍ کې پېښه سوله، مګر سیمه ایزو چارواکو ویلي چې دغه قومندان چې (ثمر) نومېده په یوه شخصي شخړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بل خوا په هرات کې طالبانو د یوې پوستې پر قوماندان ډزي وکړي او ځای پر ځای یې ووژلو..

دغه پېښه چې د هرات د شينډډ په ولسوالۍ کې اوکل په سیمه کې را منځته سوې، په اړه یې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې په پېښه کې د د یو تن قوماندان په شمول دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x