ورزش

بنگله دیش د ټیسټ لوبو سیالیو کې زیمبابووي ته ۳-۰ ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): نن د بنگله دیش او زیمبابووي تر منځ د درې ټیسټ لوبو اخري لوبه وه چې بنگله دیش د زیمبابووي لوبډلې ته په ۱۸۶ منډو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه بنگله دیشي لوبډل مشر وگټله چې د توپ وهنې پریکړه يې وکړه. بنگله دیش لومړی توپ وهنې سره ۵۰۳ منډې جوړې کړې او لوبې لومړي پړاو کې يي سیالې لوبډلې ته ۵۰۴ منډو هدف وټاکه.

دغه هدف ټاکلو کې د امرول قیس ۱۳۰، تمیم اقبال ۱۰۹ او شکیب الحسن ۷۱ منډې ډیره زیاته مرسته وکړه.

په لومړی پړاو توپ اچونه کې د زیمبابووي لپاره سیکندر رضا ۳ او پنینگارا، شینگي مسکدزا او همیلټن مسکدزا دوه دوه لوبغاړي په سوځولو بریالي شول.

زیمبابووي په ځوابي توپ وهنه کې ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۳۷۴ منډې جوړې کړې چې دغه منډو جوړولو کې د چیگومبرا ۸۸، سیکندر رضا ۸۲ او همیلټن مسکدزا ۸۱ منډې د یادولو وړ دي.

بنگله دیش لپاره جبیر حسین ۵، شفیع الاسلام ۲، روبل حسین، تاج الاسلام او شکیب الحسن یو یو ویکټه واخیسته.

بنگله دیش دوهم پړاو توپ اچونه کې ۳۱۹ منډې یوازې ۵ لوبغاړو له سوځیدو وروسته جوړې کړې چې دوهم پړاو توپ اچونه کې مومن الحق ۱۳۱ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو. بنگله دیش ۳۱۹ منډو جووړولو وروسته سیالې لوبډلې ته د توپ وهنې وړاندیز وکړ.

دوهم پړاو توپ اچونه کې د زیمبابووي لپاره پنینگارا او شنگوي دوه دوه او سیکندر رضا یوه ویکټه واخیسته.

توپ وهنه کې زیمبابووي توپ وهونکي یوازې ۲۶۲ منډو جوړولو سره وسوځیدل او دغه لوبه يي د ۱۸۶ منډو په توپیر وبایلله.

د بنګله دیش لپاره شفیع الاسلام، روبل حسین، جبیر حسین او شوواګاتا دوه دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x