ورزش

سویلې افریقا له پرله پسې ماتو وروسته استرالیا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): نن د استرالیا او سویلې افریقا تر منځ دوهم یوه ورځنۍ سیالۍ پاې ته ورسیده چې سویلې افریقا د استرالیا لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې پچه استرالیايي لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. دغه لوبه کې استرالیايي توپ وهونکي ونه توانیدل چې سیال لوبډلې ته غوره هدف وټاکي. استرالیا ټوله لوبډله یوازې ۱۵۴ منډو جوړولو وروسته وسوځیدل او سیالې لوبډلې ته يي د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

نننۍ لوبه کې د سویلې افریقا لپاره مورکل ۵ او سټېن ۳ ویکټې د یادولو وړ دي.

سویلې افریقا توپ اچونکي هم په اسانۍ سره ټاکل شوی هدف پوره نکړای شو. سویلې افریقا ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته ۱۵۷ منډې جوړې کړې او استرالیايي لوبډلې ته يي په ۳ وکټو ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې ډی ویلیرز ۴۸ او روسوو ۳۰ منډو جوړولو سره د سویلې افریقا لپاره غوره توپ وهونکي ثابت شول.

توپ اچونې په برخه کې هیزل ووډ د استرالیا لپاره ۵ ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x