د نن سرلیکنه

پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني سفر څومره بریالی و؟- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: د جمعې په ورځ ښاغلی اشرف غني ګاونډي هیواد پاکستان په داسې حال کې په یوه رسمي سفر ولاړ، چې د هیواد په دننه کې یې د نوې کابینې پر سر اختلافات مخ پر زیاتیدو دي.

کورنیو رسنیو مخکي تر مخکي د ښاغلي اشرف غني سفر بریالی بللی او امیدواري یې ښکاره کړي چې دا سفر به د دواړو ګاونډیو هیوادونو په راتلونکي امنیتي او اقتصادي وضعیت مثبتې اغیزې ولري.

خو که لیږ په دقت سره د ولسمشر د دغه دوه ورځني سفر پایلې وارزول شي؛ نو د پخواني ولسمشر حامد کرزي له هغو۲۱سفرونو سره یې ډیر توپیر نه لیدل کیږي چې په تیرو ۱۳ کلونوکې ترسره کړي.

ځکه ولسمشر اشرف غني خپل سفراسلام آبادته په دې نیت پیل کړی وه چې له پاکستاني چارواکوڅخه د افغانستان د امنیتي استحکام په برخه کې د عملي هڅو تضمین ترلاسه کړي ، خو په عملي برخه کې د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکورسمي موقف هغه وه چې د دغه هیواد د لومړي وزیر سلاکار ښاغلي سرتاج عزیز او مولانا فضل الرحمن ورباندې د رسنیو په مخ کې څرګند کړ.

په حقیقت کې د افغانستان امنیتي استحکام اوثبات د دغه هیواد په سیاسي او اداري استحکام پوري تړلې موضوع ده ، ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې له پاکستان څخه د امنیتي مرستو غوښتنه کوي چې په خپل هیواد کې د ملي یووالي حکومت ښکیل اړخونه عملا یوله بل سره د مواجهې او ټکر په حال کې دي.

د حکومتي ارګانو نو ترمنځ یې همغږي تردې کچې ده چې په یوه ورځ کې ارګ او دفاع وزارت د شپینیو عملیاتو په اړه یو د بل پرضد اعلامیې خپروي ، په دولتي سیستم کې د اداري اصلاحاتو د فرامینو د اجراء ساحه له ارګه تر لویې څارنوالې پوري محدو ده ده.

پاکستان ته د ولسمشرسفر او له یادهیواد څخه په افغانستان کې د امنیتي همکاریو غوښتنې به هغه وخت مثمرې وي چې یوځل خو خپله د افغانستان حکومت د داخلي تشکیلاتو له مخې د پاکستان په شمول د ګاونډیو هیوادونو لپاره د اعتماد وړوای.

همدا اوس په عملي لحاظ د ملي یووالي په نوم د افغانستان حکومت د خپلو پریکړو او تصامیمو په عملي کولو کې د دریو مراجعو توافق ته ضرورت لري:

په کابل کې دامریکاسفارت، ولسمشریزه ماڼۍ (ارګ) او اجرائیه ریاست.
پاکستان او نور ګاوندي هیوادونه که په هرمجال کې غواړي له افغانستان سره کړي توافقات په عملي صورت پلي کړي باید مخکي ترمخکي د دغو توافقاتو د عملي کیدو لپاره د یادوشویو دری ګونو مراجعو موافقه ترلاسه کړي چې د نړۍ په کچه په یوه هیواد کې هم د دغه ډول ثلاثي الابعاد حکومت هیڅ بیلګه نه لیدل کیږي اونه له داسې حکومت سره په نړیوالو دیپلو ماتیکو مقرراتوکې د تعامل طرزالعمل موجود دی.

پر دې خبره ټول اتفاق نظر لري چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات متضمن دی، خو د دغه ثبات په راوستلوکې د افغانستان په شمول د ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادنو نظرونه متفاوت دي.

په افغانستان کې دبي ثباتي اصلي عامل د امریکایانو شتون دي.

د ولسمشر اشرف غني حکومت چې د امریکایي پوځي او مالي حمایت محصول دي، یواځې د هغو اجراءاتو په عملي کولو مکلف دی چې امریکایان یې غواړي، په افغانستان کې دثبات رواستل په امریکايي عزائمو پوري تړلی کار دی ،امریکایان په افغانستان او سیمه کې داسې ثبات غواړي چې د دوئ مصالح ورکې نغښتي وي که ولسمشر اشرف غني د یوې تلپاتې سولې راوستلو هڅې کوي دا د ده له صلاحیته وتلې خبر ده او که دغه ډول سوله غواړي لکه امریکایان هغه د افغانانو مشکل نشي حل کولای.

داچې افغانستان دافغانانو ملکیت دی نوکه امریکایان اویا بل هرڅوک دلته د امن او ثبات غوښتونکي وي هغوی ته په کاردی چې پرهغو لارو چارو غور وکړي چې هغه د افغانانو له مصالحوسره مطابقت ولري ، دغه ډول ثبات کولای شي پر افغانستان سربیره ټولې سیمې ته له ځانه سره د امن پیغام ولري.

د نن ټکی اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x