د افغانستان په ختیځ کې د بهرنیانو درې تنو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ
نن ټکی آسیا: د بهرني ځواکونو مطبوعاتي دفتر پرون د خپلو درو عسکرو د وژل کېدو اعلان وکړ..
دوې جلا جلا خبر پاڼي چې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه پرون خپرې شوې، وویل چې پرون د مخالفینو طالبانو په درو جلا جلا بریدونو کې د بهرني عسکرو درې سرتیري ووژل شوه.
د خپل د پالیسۍ له مخي دوی دا نه دي ویلي چې پيښه په دقیقه توګه چیرته را منځته سوې او عسکر د کوم هیواد دي.
دې عسکرو په وژل کېدو په روانه میلادي میاشت کې د بهرنيانو په منځ کې د مړو شمېر 33 تنو ته ورسیدی، او د کال له لومړي ورځي څخه 103 تنو ته پورته سو.