fbpx

اسلامي نظام د ازمویښتونو او ګواښونو په څرخاو کې

اسدالله رزین

اسلام:

دهغه خوځښت نوم ده کوم چې غواړي دیوه خدای دحاکمیت د نظریې په بنسټ دانساني ژوند ټوله ودانۍ ودانه کړي .

په اسلامي نظام کې دانساني کورنۍ له هروګړی دحکم ورکولواوقانون جوړولو واک اخستل کیږي .

اسلام هیچاته داحق نه ورکوي چې هغه دي حکم وکړی اونوردی ومني .

هغه دي قانون جوړکړي اونوردی د پلې کیدولپاره لیڅې راونغاړي.

دغه رنګه واکونه دالله تعلی(ج) په ذات پوری ځانګړی اوله هغه سره ښایې .

یانې داچې: حاکم هم خدای(ج)د ی اوقانون جوړونکی هم خدا(ج)دی.

پورته واکونه دانسان دواک یا صلاحیت په پولوکې نه دي ،نوڅرنګه چې دانسان دپوهې  سیمه په پولوکې یا محدوده ده ځکه نشي کولای چې دانسان د ټول ژوند اومرګ په باره کې وړپتیینه یا تصمیم ونیولای سي.

ډیره مهمه خولاداده چې انسان ،انسان دارنګه نه پیژنې لکه د حکم اوقانون جوړولوچې ورته اړتیاده .

ځکه چې انسان ،انسان نه جوړکړی اونه یې هم پیداکړی ده.

نوهرهغه حاکم اوقانون جوړونکی چې انسان نه پیژني ،په پټوسترګو یې په باره کې پریکړې وکړې ،غوښتنې ،اړتیاوې اومزاج یې په نظرکې ونه نیو لای شي که هغه هرڅوک هم وي دحکم اوقانون دچلیدوبه یې هیڅ ډول شونتیا نه وي.

اوکه یې بیا څوک دچلیدو بی باکې اوسپین سترګې وکړی نوبیا باید دنن روځې انسانې دنیا ته مخ ورواړواوپکې وګورو چې دلته انسا ن خوارکی له څومره بد بختیو اومحرومیتونو سره مخ اوپه څومره ډبرزړه توب دعدم کندوته ورغورځول کیږي .اوځمکه پخپله پراخه سینه ژوندو پاته سویو ته د ټیک ځای نشي پیداکولای.

اوددغه حالت دوږدیدو په صورت کې بیخې دمنلوده چې انسان به د لاډیربد اوخونړي ناورین کتونکی واوسي ،نواړینه ده چې انسان له دی ستونزمنوګواښونو
دوتو لپاره لاس په کار اودیوه اساسي حل په لټه کې سې .

که سړی پرته له دی چې دچا پلوی وکړی ،یواځې اویواځې انسانیت ته د دره ناوې  لپاره فکر وکاروي اوروان حالت وڅاري ،نوزما په آند خوبه خامخا دغې پایلې ته ورسیږي چې (ایزمونو)دغه درلودل چې انسان ته یې ورکړل .اوهم یې دا ثا بته کړه چې دوی دانسان دچوپړ جوګه نه دي ،دوی د انسان په باره کې خپله رایه وچلوله اوپخپله دانسان مطالعه یې اړینه ونه بلله.

  چې د انسان هغه ډول احاطه اومطالعه یې دوس خبره هم نه وه.

په کارده چې انسان هغه جوړقانون ته مراجعه وکړي چې له انساني خټې سره په برابری اوخوښه کې پتیینې یا تصمیم نسي.اوانسان ته یې د پلې کیدوبلنه ورکوي.

یادي بلنې ته په ښه سترګه کتل اوپه اړه یې کوټلې ګامونه پورته کول کولای شي چې په انسان ددغه ناروا اوبیرحمه تیرې مخه ونسي.

اسلامي نظام انساني ناوسې لیده چې ددی مبارک سفرپیلامه یې وکړه .ترڅوانسان دانسان په څیرله خپلو ټولوحقوقواوکرامتونو سره په انساني دنیا کې واوسیدلای شي.اولکه دنوروکائناتي موجوداتو بیله کوم جزوي مخالفت اوتیرې سوکاله اوډاډمن تګ اوراتګ ولری.

ددی مبارک سفرتګ لارې ،برکتونو،موخواولورید نوته نن ترهرمهال ډیره اړتیا شته.اودانساني ټولنې دبحث ترټولو وړ اوګرمه موضوع ده.

دامبارک نظام دانساني مرګ اوژوند ضامن نظام ده.

دایواځې دژوند نظام نه بلکې دمرګ نظام هم ده .اویواځې همدغه مبارک نظام ده چې انسان ته دمرګ سلیقه هم ورښئ .

اسلامي نظام دکفري نړۍ دروازې ورو ټکولې .اود څوتنو لوی نسو،شرابخورو،

شهوت پرستوپادشاهانو ،امیرانو ،سردارانواوزورواکانو خوبونه یې هم وروتښتول ،ګټې یې له خطراوټکرسره ورمخامخ کړی.چې په پایله کې یې دواک اوځواک دلته اوهلته لیونیان له ټول توانه سره مخامخ کیدوته راووتل اودخپلې کرغيړنې بقا لپاره یې دانساني نړۍ په هرګوټ کې دوینو ویالې وبهولې،دځمکي مخ یې په بندیخانه بدل کړ اودانساني تعذیب لپاره یې دارنګه عصرې الې تیارې کړې چې دفرانسې  په انقلاب کې (ګیوتین )یې نصوارهم نه ده.

له ډیری اسلامي هیوادوخواسلامي نظام کډه سوی ده.
هلته دمسیحي صهیوني بربریت فضا اوتقاضا حاکمه ده.
هلته دانساني اوسیدولپاره ځای نه ده پاته.
هلته ډیرځله انسان شرمیږي.
هلته انسان د بی غیرتي احساس کوي.
هلته انسان(روبوټي)کیفیت لري.
اوهلته وجدان سړی ته طعنئ ورکوي چې:

په لیږاوډیر ۳۵میلیوني مسلمان هیواد کې چې دخپل ۳۵کلن جهادي عمر په لړکې یې شرقي زبرځواک له نظریې سره یوځای ټوټه ټوټه ترخاورولاندې کړی.

غربي زبرځواک چې نړیواله مکمله ملا تړی هم له ځانه سره لري د بلې شرمونکې ماتې پولوته ورلنډ کړی ده،خوله دی ټولوسرشندنو سره سره دیوغولونکې،سمبولیک اوله خجالت ډک ټاکنیز عمل ترنامه لاندی چې دوی هسې خپله ماتې پری پټوې.

په نړیواله سطحه دمسیحیت دترویج یوه مکمله اوفعاله کورنۍ له خپل ډول اوسریندې سره په ګران کابل کې ارګ ته وردننه اودواک اوځواک په تخت اوتاج یې خیټه واچوله.
اوهم دیاد چل اوول په لړۍ کې دشرقي ټوټه سوي زبرځواک دوخت ترټولومشهوربې سواده ،کمونیست ،جاهل.بې بنداوباره ،بی رحمه قاتل اوګلم جم دافغان شریف ملت دشرافتونو په بدل کې همدغه شریف ملت ته دصبغت الله خان مجددي ډالۍ(جنرال دوستم) فرق نه لري که دڅلوروروځولپاره وي اوکه دیوې ثانیې لپاره دملت کورته دواک ترسرلیک لاندې د(متفکر) په مټه اوپه افغان ملت د پیرزوینو په لړۍ کې ورننوت . اودی نه هیریدونکې دښمن ته یې دواک اواقتدارجوغه ورپه سرکړه.

په نورواسلامي هیوادونوکې هم اسلامي نظام دمرګ،ژوبلو،هدیرو،بمباردونو، هجرتونو، بندیخانواوځولنودشرنګیدوپه منځ کې ایسارپاته ده.

اسلامي نظام دخپل مهال په ستونزمنو اوویرونکو ګواښونواوآزمویښتونوکې اوسي،دمسیحي صهیوني مکارانودمکراوبربریت له وحشت سره مخ د ه،خولله الحمد اسلامي نظام برلاسی اووارخطا دښمن یې نورهم وارخطا کړی اودخپلوماتود تاریخ په پاڼوکې خپل ځای ډکوي .شدیده ناهیلي یې په دماغ سپره ده،په پوست کې دننه سخت ځپل سوی اودمخامخ  کیدو واک اوجرئت له لاسه ورکوي .اوداسلام دمبین دین په وړاندې دخپل عجز اظهار کله دجونز په بڼه کې کوي اوکله بیا داسلام د بدیل پیداکولوپه اندیښنوکې.

دوی اوس اسلام ته دبدیل په اړه ستړی اوڅیړنې ترسره کوي،غواړي چې مسیحي صهیوني اسلام ساز فکرونه سره راټول اویو(میډن مسیحي صهیوني )اسلام چې
کیلیانې به یې له دوی سره اوددوی داسلام سازي په دفترونوکې راځړیږي واوډي.
اودټول انسانیت اوځانګړی ډول یې دمسلمانو ولسونو دغولونې لپاره وکاروي.

دوی هم هیرجن اوهم بدې اخستې دي کنه ؤ دوی مخکې هم په وارو دغه کارکړی ،خوهغه څه یې نه دي ترلاسه کړی چې دوی غوښتل . داچې دوی بیا زوړاوبیخې سولیدلی چل ول کاروي داسې ښکاریږي چې چالونه یې هم لکه تمام سوې چې وي .

په هرډول چې وي دوی لګیادي اوخپلي نامراده منډې بیاوهي اوترنویوځلانو لاندي زاړه کچرتیروي.داسلامي هیوادونو دهرهیواد حالات ګوري اوبیا پخپلوشونتیاوو لویې کړې اوپاللې منافقې څیرې له مصنوعي اودرواغجني تواضع

سره د تسپو ، جلکې اوچلتار په بڼه کې کاروي.چې که یې وکړای شوای دغڼې جال خپور،اسلامي نظام پکې راټینګ اودمسیحي صهیوني(لرګین)استدلال په مټویې له پښو وغورځوي .

داټولې بی ګتې ،مزل ته د نه رسیدو، دوسواس اوشیطان په حکم نا مراده هلې ځلې دي.

ځکه چې دکائناتو دخا لق تصور هغسي په سینو کې ژوندی پا ته دی ،په اروحونوکې دایمان په کیفیت کې خان ښکاره کوي ،اروحونه اوبد نې یې هیله منې اوځواکمنې سا تي اودما تیدو اوشا ته کیدو آندونه کڅه هم د بیخې لیږمها ل لپاره وي نه ورپریږدي:

څوک یې په حکم له مرګه ډک واسکټونه اغوندي ،په ټوله بی پروایې ا وحسن تد بیر ،مکمل ډاډ اوپه ټاکلي مهال ددښمن کورته دمرګ له پیغامه سره ورننوزي.
څوک یې دبند یخانو په تورو ښمڅو کې له ځولنوسره لوبیږي.

څوک یې په حکم ټپونو ته خاندي.

څوک یې په حکم دشهید جنازه اوپه وینو لت پت بدن په شکرونو استقبالوي.

څوک یې په حکم هدیروته په ورتګ ویاړی چې یوه شیبه له خپل ګران سره په یادوکې پاته سې.

څوک یې بیا دهجرت په سختوپړاونو اوکړاونوکې رضا لټوي.

څوک یې په حکم ددارتختی ته په مسکا ورځي اوپه خندا ورخیژي. په لاره کې یې مرګ شهادت، شهامت ، سعادت اوجنت ګڼي.
اوڅوک یې بیا په حکم دغړواودوعاوونذرانې ویشي.

دی مبارک نظام د ظالمانو خوند وربیخونده کړی ،سکون ته دورتګ ټولې لارې یې پری تړلې اوپخپله ټوله هستې اوشونتیاوو یې باورته تکلیف وررسولی دی.

همدغه لامل ده چې د بقا په ویر دلی اوهوری ویرلې او فطري دښمنان یواوبل ته دشک اومجبوري لاسونو سره غزه وي ،یواوبل ته اوږه ورکوي ،ځواکونه سره منظمه وي،هستي سره ګډوي،فکرونه سره بد لوي،دما غونه سره یوځای کوي چې که یې ترشدید و اندیښنو لاندې بقاءته دانسانیت دبیا ربړولو لپاره نجات ورکړای شوای.

بل لورې ته اسلامي سپیڅلی  نظام ددوی ټولو منډو ترړو ،غورزو پرزوته ددوی دماتې دبیخې رانیژدی کیدو لپاره له (تل ابیبه ترریاضه ) (کابل ،قاهری ترواشنګټنه ) (تهران ،اسلام آباد ،اردن ترلندن ،پاریسه) بیا له (دمشقه ترمسکوه)او

ددنیا په هرګوټ کې هرطاغوت،بادشاه ،امیر،سردار،،خائن اومفسد ته ددوی دګواښ په وړاندی رښتینی ګواښ جوړ، او په دروازو یې ددوی دما تې اعلانونه ورته راځړوي.
اوکفن په غاړه مجاهدین یې تردفترونو اوماڼیو د خپلومبارکو وینو سرې لیکې را ګرزوي.

(رزین)          سه شنبه ۴/۱۱/۲۰۱۴ مازدیګر شرقي بایی پاس

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د