افغانستان

لویه څارندوالي: د ولمشر د سلاکار نور الله دلاوري نېول هسي شایعه ده

amanullah_emanنن ټکی آسیا: لویه څارنوالي دا خبره رد کړې چې ګواکي د ولسمشر حامد کرزي سلا کار او په افغانستان کې د پانګوني څخه د ملاتړ ادارې (ایسا) مشر نور الله دلاوری د اداري فساد په تور نیول سوی دی.

د لویي څارنوالۍ ویاند امان الله ایمان په کابل کې نن خبریالانو ته وویل چې دا هسي شایعه ده، چې په رسنیو کې خپره سوې.

نومړي زیاته کړه، چې ښاغلی نور الله دلاور څارنوالۍ ته صرف د عنایت الله قاسمي چې مخکي لا د څارنوالۍ له خوا توقیف شوی، مخامخ کړي.

ددې تر مخه د څارندوالي ویاند امان الله ایمان په خپله د رسینو سره په تماس کې ویلي وو، چې نور الله دلاور د لویه څارندوالي له خوا د اداري فساد په تور توقیف سوی..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x