افغانستان

د زابل په شاه جوي ولسوالۍ کې محلي پولیسو (اربکیو) رسما کار پیل کړ

Police_validation_ceremony_at_the_Shah_Joyنن ټکی آسیا: د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې محلي پولیسو (اربکۍ) رسما په کار پيل وکړ.

پرون ورځ د همدې مراسمو په مناسبت د شاه جوي د ولسوالۍ په مرکز کې غونډه جوړه سوې وه، چې په کښي ځینو جګ پوړو امریکايي او داخلي چارواکو ګډون کړی وو.

ویل کیږی چې د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې به 250 تنه سیمه ایز پولیس (اربکۍ) په دندو ګمارل کیږي، چې یوازي پرون 80 تنه په رسمي توګه په دنده وګمارل سوه، او ګمان کیږي چې دغه لړی به د ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي.

دغه پولیس چې د طالبانو سره د جنګیدلو لپاره تیار سوي دي، ددې ولسوالۍ کلي، کورونه او لیري پرتې سیمي به خوندي کوي.

د شاه جوي ولسوالي په زابل کې د کابل کندهار پر څړک پرته او خورا مهمه ولسوالۍ ده، په جګړې کې ښکېل هر لوری غواړي چې ددې ولسوالۍ ولکه یې په لاس کي وي.

سیمه ایز مشر غننډه ته خبري کوی

د غوندي وروسته میلمنو ته ډوډی هم ورکول سوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x