افغانستان

نورستان: طالبانو د وانټ وایګل ولسوالۍ نيولې

nuristan_15طالبانو اعلان وکړ چې دوی د نورستان ولایت د وانت ولسوالۍ فتحه کړې..او د 13 پولیسو د نیولو سربېره یې زیات شمېر وسلې او خوراکي توکي غنیمت کړي.

خبر زیاتوي چې د یادي ولسوالۍ پر ودانۍ باندي تېره شپه پر 12 بجو د 90 مجاهدینو له خوا چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه برید وکړ، چې بالآخره د ولسوالۍ ساتونکي په تيښته بریالي سوله، او 13 تنه طالبانو ته په لاس ورغله..

په دغه برید کې طالبانو ته 25 میله کلاشنکوفونه، 2 میله پیکاوي، 2 میله راکټونه، 3 صندوقه د راکټ مرمۍ، او 25 موټره د خوراکي موادو او نورو مهامت ډګ په لاسه ورغله..

د بلي خوا د نورستان یو تن سناتور حافظ عبد القیوم ویلي چې د نورستان لپاره د طالبانو مرستیال والي مولوي جمیل الرحمن د خپلو یو شمېر ملګرو په مرسته د وانت وایګل پر ولسوالۍ برید وکړ، او د ولسوالۍ امنیه قومندان حضرت علی بې له کوم مقاومته د نورو پولیسو په ګډون په تیښته بریالی سو.

د یادوني وړه ده چې دغه ولسوالۍ لږ تر لږه یو ځل بل هم د طالبانو لاسته ورغلې وه، او وړمه ورځ هم طالبانو په نورستان کې 50 کسه پولیس او دولتي چارواکي نیولي وه، چې ځیني لا اوس هم د طالبانو سره بندیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x