افغانستان

د نارنج ګل دوديزه پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه

narnaj-goolد ننګرهار په جلال اباد ښار کې د نارنج ګل د دوديزې مېلې او مشاعرې د کليزې ٥٠ غونډه د نږدې سلګونو شاعرانو او مينه والو په ګډون د وري په ٨ مه په کرزي تالار کې ترسره شوه.

د نارنج ګل دوديزه مشاعره، چې زرګونو مينه والو به په کې ګډون درلود، د تېز باران له امله د قبايلو له رياست څخه شاهي ماڼۍ

د کرزي تالار ته انتقال او هلته ترسره شوه، چې د دې مشاعرې له نږدې اته زره مينه والو څخه يواځې شاوخوا زرو تنو په کې د ګډون چانس تر لاسه کړ.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وويل، چې له يوې مياشتې راهيسې يې دې غونډې ته د شپږو کمېټو له لارې هر ډول تابيا نيولې وه.

هغه زياته کړه، دا چې د سخت باران له امله د مشاعرې ځاى له قبايلو رياست څخه کرزي تالار ته انتقال شو او په دغه تالار کې يواځې زر تنه ځايېږي.

د يادونې وړ ده، چې ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په ١٣٤٠ لمريز کال کې د جلال اباد ښار په سپين غر هوټل کې د ٤٠ شاعرانو په ګډون د نارنج ګل د ميلې او مشاعرې بنسټ اېښودل شوى، چې اوس هر کال د پسرلي په پيل کې په دوديزه بڼه ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x