د ترانسپورت او هوايی چلند پخوانی وزیر د درغلی او اختلاس په تور نیول شوی
نن ټکی آسیا: عنایت الله قاسمي چې د تراسپورټ او هوايي چلند پخوانی وزیر دی، نن د لوی څارندوالۍ د حکم سره سم ونیول سو.
د لويي څارندوالۍ ویاند امان الله ایمان رسینو ته ویلي چې نومړي نن په کابل کې ونیول سو، هغه زیاته کړه چې قاسمي یې خپلي دندې او صلاحیت څخه د ناوړه ګټي اخیستي او درغلی په تور نیولی دی.
عنایت الله قاسمي په 2004 کال د تراسپورت او هوايي چلند د وزیر په توګه ټاکل سوی وو، او شا او خوا یو نیم کال په دغه دنده کې پاتې شوی وو، او ویل کیږي چې نومړي افغان دولت ته د نهه میلیونه امریکايي ډالرو څخه زیات تاوان رسولی.