افغانستان

د میدان وردګو په ولایت کی دځوانانو عالی شورا پرانیستل شوه

Computer_Centre_in_Maidan_Wardakدمیدان وردګو ولایت چی دپلازمینی کابل په ۲۵ کیلو متری کی واقع دی ډیر دعلم او پوهی تږی کسان لری چی په دا وروستیو یی دجنګ جګړو له امله دا تنده یو په دوه شوی ده.

نن ددوشنبي په ورځ د میدان وردګو ولایت دځوانانو عالی شورا  چی ددی ولایت په مرکز میدان ښار کی یوه غونډه جوړه شوی وه دځوانانو دمعین ا و دمیدان وردګو ولایت والی او ځینی نورو لوړپوړو چارواکو له خوا پرانیستل شوه.

ددی شورا موخه دځوانانو یوالی ویښاوی او دځوانانو لپاره دکار او زده کړی زمینی برابرول دی.

په یاده غونډه کی دمیدان وردګو ولایت والی محمدحلیم فدایی دځوانانو لپاره دیو تفریحی پارک جوړولو دځوانانو دغونډو لپاره یوی خونی جوړولو او ددی ولایت په هره ولسوالی کی دځوانانو لپاره دشورا جوړولو ژمنه وکړه.

اودځونانو معین تیمورشاه اسحاقزی ددی ولایت دځوانانو غوښتنی په غورسره واوریدی او ددوی لپاره یی دزیاتو پروژو ژمنه وکړه چی دهغو پروژو په عملی کیدو سره به دځوانانو ستونزی لږ څه کمی شی.

محمد فهیم فرهاد

میدا ن ښار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x