خبرونهنړۍ

اماراتو د مسلمانو علماوو نړیواله اتحادیه ترهګره اعلان کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۲۵مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د متحده عرب اماراتو د وزیرانو شوری د هغو تنظیمونو نوملړ تصویب کړ چې د دوی په اند «تروریستي» ډلې دي.

په دې نوملړ کې د پاکستان، هند، سوریې، مصر، ایټالیا، فنلینډ، ناروې، برتانیې، ډنمارک او بلجیم په ګډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې فعال اسلامي تنظیمونه شامل دي.

اخوان المسلمین، او اسلامي دولت هغه تنظیمونه دي چې دغه هیواد تروریستي تنظیمونه بللي دي.

د تروریستي ګوندونو په ډله کې «د مسلمانو علماوو نړیواله اتحادیه» هم ترهګره ډله یاده شوې. دا اتحادیه چې مشري يې دکتور یوسف القرضاوي کوي، د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه په کې نږدې ۹۵ زره علماء او داعیان غړیتوب لري.

د دغه لیست له اعلان وروسته یو شمیر خبریالانو د دکتور یوسف القرضاوي له دفتر سره اړیکه ونیوله تر څو یې په دې اړه غبرګون معلوم کړي، خو نوموړي له تبصرې ډډه کړې.

باید وویل شي چې په ۲۰۰۱ کال کې د متحده عرب اماراتو لومړي وزیر (محمد بن راشد ال مکتوم) ښاغلي قرضاوي ته د کال د غوره اسلامي شخصیت جایزه هم ورکړې وه.

متحده اماراتو وروسته له هغه د ښاغلي قرضاوي په اړه خپل موقف بدل کړ چې نوموړي په مصر کې د پوځي کودتا مخالفت وکړ او دا هیواد یې له قوي ملاتړو څخه و.

په دې لیست کې د پاکستاني طالبانو تحریک، لشکر طیبه، او جیش محمد نومونه هم شامل دي.

د افغانستان د طالبانو تحریک او یا د اسلامي امارت نوم په دې لیست کې نه شته. خو د حقاني شبکه چې یو وهمي ګوند بلل کیږي، د تروریستي ډلې په نامه یاده شوې.

متحده عرب اماراتو دا نه دي ویلي چې د کومو معیارونو پر اساس یې دغه ډلې چې شمیر یې (۸۳) ته رسیږي، ترهګرې بللي دي.

په عربي نړۍ کې د ترهګرو دغه لیست رنګارنګ غبرګونونه راپارولي، ډیری کارپوهان د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې په ګډون د ځینو نورو اسلامي ډلو نومونه د ترهګرو په لیست کې اعلانولو حیران کړي، او دا په راتلونکي کې د اسلامي نړۍ په عوامو کې د متحده عرب اماراتو د خواخوږو د کمېدو لامل ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Malim

قرضاوی د صلاح الدین ایوبی سیاست پر مخ وړی چه عرب د صلاح الدین ایوبی له نوم څخه نفرت لری قرضاوی داعیش حمایه کوی او داعیش بیا د عرب شیخانو عیاشانو دشمنان دی حقانی ډله غیر مستقیم بیرته د حکمتیار داعی ډله ده (اخوانیان دی ) نو هر هغه ډله چه د وهابیت او یا بوشیت لمن نغاړی او نړي تری پاکوی هغه بده ډله ده په طالیبانو ځکه نه لګیژی چه طالیبان تر اوسه د امریکا مفاداتو ته لکه سپر ولاړ دی او خپلی وینی تری قربانوی هر کله چه نور د امریکا له خوا رد او بی فایدی… نور لوستل »

کندهار

مالیمه
لوی رب دی پر سمه لار روان که

Malim

جناب کندهاری صیب امین الله ج د زما مستقیمه لاره ابدلابد نصیب وګرځوی
او ته که د هدایت وړ یی نو الله ج د هدایت در ته وکړی

کنه پخپله سګوانی بچه بازی زنکه بازی ملت کشی اسلامی کشی او رواجی دین او بدعت کښی همداسی غرق اووسی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x