افغانستان

زوی خپله مور؛ او د بې بې ګلې خاوند خپله مېرمن ووژله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت مرکز اوسېدونکي وايي چې د دې ښار په زوړ ښار ـ شهر کهنه ـ سیمه کې یو ځوان زوی خپله مور په تبر وژلې ده.

د یادې کورنۍ ګاونډیان وايي چې له دې کوره به ډېر وخت د جنجال او شور غږونه راتلل، چې د زوی او مور ترمنځ يې حالات ښه نه و.

د سیمې د اوسېدونکو له قوله زوی خپله مور په تبر ټوټې ـ ټوټې کړې ده، خو تر اوسه يې معلومه نه ده چې د زوی او مور ترمنځ ولې جنجال تر وژلو رسیدلی دی.

عیني شاهدان وايي چې د مېرمنې مړی نن زوړ ښار ته څېرمه په هدېره کې خاورو ته وسپارل شو او زوی يې له سیمې نه تښتېدلی دی.

د غزني چارواکو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

یاده دې وي، چې د طالبانو د حکومت له منځه تلو وروسته په غزني ښار کې ـ شهر کهنه ـ د ناروا جنسي اړیکو یو بازاري سیمه ګڼل کېږي، چې ډېری زورواکي، ټوپکوال او د ښار نشه ځوانان يې په کوڅو کې ډېر ترسترګو کېږي.

تر دې وړاندې تېره ورځ غزني ته څېرمه په بامیان ولایت کې هم یوې مېرمنې خپل اته میاشتنی اولاد د ګېډې په څېرلو را ایستلی دی، چې وضعیت يې اندېښمن دی.

بل اړخ ته په هرات کې نن یوه خاوند د خپلې مېرمنې مرۍ پرې کړې ده.

د هرات چارواکي وايي چې د پنځه دېرش کلنې بې بې ګلې مېرمنې جسد نن سهار شاوخوا لس بجې مرکزي روغتون ته راوړل شو، چې له څېړنو وروسته عدلي طیب روښانه کړه چې د بې بې ګلې مرۍ په تېرې غوڅونکې الې غوڅه شوې ده.

سره له دې چې د نوي حکومت له لوري د ښځو د حقونو د دفاع شعار ګرم دی، خو لا هم مېرمنې د دولتي مسوولینو له تېریو خوندي نه دي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم په ننګرهار کې یوه جنايي مسوول په را تښتول شوې نجلۍ جنسي تېری وکړ، ددغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې جنايي پولیسو مرستیال عقیل خان د تېرې چهارشنبې په ورځ پر یوې ۲۳ کلنې انجلۍ چې پخوا چا له کونړه تښتولې وه، په خپل دفتر کې پرې جنسي تېری کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

الله اکبر
یو ه ټولنه چی بی مشره وی همدا به یی حال وی

ډاکتر احمدی

دخدای نه وداریگی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx