«موسکا» د قران او اروا پوهنې له نظره

لیکوال: حامد افغان

که یو څوک له تاسو خپه او درته په غوسه وي له دې کس سره د مخامخ کیدلو په مهال مو که هغه په موسکا وليدی د خوشالي او نیکمرغي احساس به نه کوئ؟ کله چې له خپلوانو او ملګرو سره په خندا او موسکا مخامخ کیږئ د خوښي او نیکمرغي احساس نه کوئ؟ کله چې له ناروغي نه د رغیدا په حالت کې یې او خپل ډاکټر په موسکا درسره مخامخ شي د نیکمرغي او خوښي احساس مو په بدن کې له روغتیا سره یوځای غځونې ونکړي؟ او تاسو پوهيږئ چې موسکا پر عقل باندي د سحر په څیر اغیز شندي؟ او څوک چې په موسکا او ورین تندي درسره مخامخ کیږي هغه کس ته مو زړه څومره ورنږدې کیدل غواړي؟ ایا تاسو خبر یئ چې موسکا نن سبا مستقل علم ګرځيدلي ده؟ او د ټولنیزو اړیکو د رغولو، د اقتصادي ودې او دیپلوماسي د پرمخیون له پاره تدریس کیږي.

ښه به دا وي چې د موسکا بحث په قرانکریم کې د سلیمان علیه السلام د موسکا په کیسه پیل کړو، قرانکریم وایي: ﴿ حَتَّى إِذَا أَتَوْا عَلَى وَادِي النَّمْلِ قَالَتْ نَمْلَةٌ يَا أَيُّهَا النَّمْلُ ادْخُلُوا مَسَاكِنَكُمْ لَا يَحْطِمَنَّكُمْ سُلَيْمَانُ وَجُنُودُهُ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ . فَتَبَسَّمَ ضَاحِكاً مِّن قَوْلِهَا وَقَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَى وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحاً تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ ﴾سورة النمل. ژباړه: ترڅو چې دوی د میږیانو په کنده راغلل یوې میږۍ وویل: ای میږیانو خپلو استوګنځايونو ته ننوځئ څو مو سلیمان او د هغه لښکرې په ناخبرې کې له پښو لاندي نه کړي. نو هغه (سلیمان) د دې (میږۍ) خبرې ته وموسل، او ویې ویل: زما ربه! تا چې په ما او زما په پلار او مور څومره نعمتونه لورولي په هغو د شکر ایستلو توفیق راکړه، او توفیق راکړه چې ستا له خوښې سره سم ښه عمل وکړم، او ستا په رحم سره مي ستا په نیکو بندګانو کې وشماره.

د سلیمان علیه السلام موسکا

د میږۍ په خبره د سلیمان علیه السلام د خندا ترحده موسکا ګڼ شمیر وجوهات بیان شوي دي، یوه مهمه وجه یې دا ده چې د میږۍ خبره خورا بلیغه او فصیحه ده، علماء د دې په دې لنډو خبرو کې د کلام لس انواع راخیستي دی:

1) نداء او اواز کول
2) تنبیه او اګاهي
3) نوم یادونه
4) امر کول
5) لارښوونه
6) وېرونه
7) تاکید کول
8) اعتذار
9) تخصيص
10) تعميم

داراز د سلیمان علیه السلام له موسکا نه څو په زړه پوري پایلې هم ترلاسه کولی شو لکه:

1- دا موسکا کمزوري ته د هغه پیاوړي د موسکا په څیر ده چې هغه ورنه وېیرېږي او دی شفقت پرې وي.

2- دا لکه د عادل واکمن موسکا چې کمزوري خلک ورنه وېرېږي او د هغو د خلاصون او نجات په جریان کې یې د هغو کړنو ته په شونډو خپره وي.

3- د سلیمان علیه السلام له موسکا نه معلوميږي چې هغه خپل ولس ته پوره حقوق رسولي و او د خپل رعیت او آن ژویو په اړه یې هم ضمیر ارام و او په روحي لحاظ هم ایچابي و.

4- د میږۍ په خبره پوري د ده موسکا د دې ضعیف مخلوق د ځان ساتنې نظم او تنسیق ته تعجب هم کیدلی شي.

5- د هغې د خبرو په مهال د ده موسکا د هغې خبرو ته ځواک او ښکلا هم ورکړه لکه مخکي مو چې د هغې د خبرو په اړه یادونه وکړه.

6- د ده په موسکا سره د میږیانو هیواد له تباهي نه وژغورل شو.

7- د سلیمان علیه السلام موسکا په دې هم دلالت کوي چې د کمزوریو او مظلومانو غوښتنې باید ومنل شي او پوره شي.

8- د دې موسکا دا مطلب هم ده چې مظلوم باید له خپله حقه دفاع وکړي، او عدالت باید د مظلوم تر دروازې ورسول شي.

9- د یوې ميږۍ خبرې ته د نړۍ د ستر واکمن سلیمان علیه السلام د موسکا حکایت چې قرانکریم تر موږ رارسولی ده دا موږ ته په ډاګه دا مطلب په لاس راکوي چې واکمن باید یواځي خپلو چاپلوسانو، غوړه مالانو او خپلوانو ته موسکی ونه اوسي بلکي د ولس هر فرد، مشر او کشر، نر او شځې، کمزوري او ناروغ، کونډې او یتیم، مظلوم او بېوزله ته موسکا په خوله ولري.

10- له دې موسکا نه دا پایله هم ترلاسه کولی شو چې ټول ولس آن څاروي او ژوي یې هم په امن او له ظلم نه خوندي وو.

11- د دې موسکا بله پایله دا هم ده چې سلیمان علیه السلام د برابر، حساس او سپیڅلي شخصیت خاوند و او د خپل رعیت د هرې نوعې مخلوقاتو غوښتنو ته یې په ورین تندي او موسکا ځواب وایه.

12- په دې موسکا سره یې زړه نرم شو په ده او کورنۍ یې د الله نعمتونه ور یاد او له الله نه یې د شکر ایستلو توفیق وغوښت.

نور بیا.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د