افغانستان

په زابل کې د امنیتي چارواکو له خوا اسلحه او چاودېدونکي توکي نیول سوي

afghan_national_armyنن ټکی اسیا: د زابل ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه صارده شوې یو خبر پاڼه کې ویل شوي چې پرون د ملي امنیت کار کوونکو د ځینو عملیاتو په ترڅ کې د زابل د کلات ښار په سیمه کې په ډېره اندازه اسلحې او چاودېدونکي مواد نیولي.

خبر پاڼه زیاته وي چې په دغو اسلحو کې 6 میله بي ایم-1 توغندي، درې د ټانګ زد ماینونه، 6 لاسي بمونه،

او 3 میله سپکي وسلې او نوي کیلو ګرامه نور چاودېدونکي توکي یې نیولي.

خبر پاڼي دا نه دي څرګنده کړي چې ددې موادو سره په تړاو هم څوک نیول سوې او که نه، صرف دومره یې ویلي چې په اړه یې نور تحقیقات روان دي.

د زابل د ملي امنیت مرستیال شهزاده همدرد ددې موادو د نیولو څخه خوښي څرګنده کړې او دایې یو غټه لاسته راوړنه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x