کرکټ: هندوستان د سریلانکا لوبډلې ته ۵-۰ سره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): نن د هندوستان او سریلانکا لوبډلو تر منځ د پنځه یو ورځنیو سیالیو اخري لوبه وه کوم کې چې هندوستان د سریلانکا لوبډلې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه سریلانکایي لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. سریلانکا د متیوز غوره توپ وهنې په مرسته د هندوستان لوبډلې ته ۲۸۶ منډو هدف وټاکه.

سریلانکا لپاره ترېمانې ۵۲، دلشان ۳۵ او جیوردنې ۳۲ منډې جوړې کړې په داسې حال کې چې متیوز ۱۳۹ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

هندوستان لپاره توپ اچونه کې کلکرانې ۳، پټېل ۲، اشوین ۲ او بیني یوه ویکټه واخیسته.

هندوستان په ځوابي توپ وهنه کې د ۷ لوبغاړو له سوځیدو وروسته ۲۸۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۳ ویکټو وگټله.

نننۍ لوبه کې رایډو ۵۹ منډې جوړې کړې په داسې حال کې چې ویراټ کولي ۱۳۹ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

سریلانکا لپاره منديس ۴ او متیوز ۲ ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د