افغانستان

ذبیح الله مجاهد : طالبان علمي مرکزونه دخپلو بریدونو هدف نه ګرځوي

afghan-classطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې داسلامي امارت مجاهدین علمي مرکزونه او ښونځۍ دخپلو بریدونو هدف نه ګرځوي ، نوموړي ویلي چې دښونځيو په وارنولو او سوځولو کې دخارجي ځواکونو او کابل ادارې چارواکو لاس دي هغوي دا کار په پټه طریقه ترسره کوي او پړه یې ددې په خاطر پر مجاهدینو وراچوي ترڅو داولس او مجاهدینو ترمنځ لريوالي راشي

نوموړي زیاتوي چې دافغانستان اولس اوس په دې پوره پوه شوي چې ددې کارونو ترشا دچا لاس دي.

افغان چارواکي تورلګوي چې دښونځیو په ورانولو کې دطالبانو او ددولت دمخالفینو لاس دي.

طالبانو په ورستیو کې د یوې شب نامې په خپرولو سره خبرداری ورکړی وو، چې باید د انجونو د په صنفو کې ښځینه استاذاني مقرري شي.

احمد بریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x