افغانستان

د بدخشان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر له یوې خونړۍ چاودنې روغ ووت

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۲۵مه، ۱۳۹۳ل): په شمال ختيځ کې د بدخشان ولایت امنیتي مسؤلین وايي، چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقیوم صیاد له یوې خونړۍ چاودنې روغ وتلی ؛ خو پنځو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اوښتې.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقیوم چې نن  ناوخته یې په مرکز فیض اباد ښار کې له خبریالانو سره خبرې کولې، تایید کړه ، چې تېره شپه پر نوموړې د سړک غاړي ماین زوروره چاودنه شوې.

نوموړي وویل : « تېره شپه کله چې له تشګان ولسوالۍ نه د مرکز فیض اباد په لور په موټر کې را روان وم، په لاره کې مو موټر د سړک غاړي پر خښ شوي ماین وخوت ، چې ما ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو دوه ساتونکي مې په دې چاودنه کې ووژل شول او درې نور ټپيان شول. »

ښاغلي صیاد زیاته کړه، چې درې واړه ټپیان د نوموړي ساتونکي پولیس دي او دا مهال په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چاودنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی او د دوو پولیسو وژل کېدا او دریو نورو ټپي کېده ده هم تایید کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x