
کرزی: «سرتېري بریدونه د پیچکاریو په واسطه ترسره کیږي»
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): پخواني ولسمشر ویلي چې «انتحاري» بریدګر په لابراتوار کې د کیمیاوي موادو په واسطه د برید لپاره چمتو کیږي.
حامد کرزي ویلي چې سرښندونکو بریدکوونکو ته یو ډول خاصې پیچکاري ترزیق کېږي، تر څو یې د دوو شپو او ورځو لپاره «له ځان څخه بېګانه» او د سرتیري برید لپاره تیار کړي.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې وویل:
«مونږ ته استخباراتو راپورونه راکړي چې په لابراتوارو کې دا خلک بې هوښه کیږي او د ځان څخه بېګانه کیږي او پیچکاري ورکوي او هغه پیچکاري دا خلک تر ۴۸ ساعتو پورې داسې بې خوده کوي چې هیڅ په ځان پوه نه وي».
حامد کرزی سرتیري بریدونه د فارمیسي (دوا جوړونې) د متخصصینو کار بولي، او زیاتوي:
«دا حملې د طالب او مدرسې کار نه دی، دا د طب، بیالوژيکي، کیمیاوي موادو او د دوا جوړونې د متخصصینو کار دی چې انسانان بې هوښه کیږي».
پخوانی ولسمشر د خپلې ادعا د تایید لپاره د هیرویینو او نورو مخدره موادو بېلګه وړاندې کوي، او وايي چې د «انتحاري» پیچکاریو اغیز لکه د نشه یي توکو په څیر دی، چې استعمالوونکی بې هوښه کوي او په وینا یې له ځانه یې بېګانه کوي.
نوموړي دا څرګندونې پرون له امریکايي «ازادۍ راډیو» سره په مرکه کې وکړې.
دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې سرتیري بریدګر «په پاکستان کې پیچکاري شوي» ګڼل کیږي. له تیرو څو کلونو راهیسې چې پر بهرنیو او کورنیو ځواکونو د سرتیرو بریدونو کچه اوج ته رسیدلې، وخت ناوخت د دولتي چارواکو لخوا ورته ادعاګانې کیږي.
د روان کال په اګست کې د کندهار والي د ویاند له دفتره اعلامیه خپره شوه چې په کې د «رحمت الله» په نامه د یو نیول شوي پاکستان مېشتي ماشوم له قوله لیکل شوي و، چې ځکه یې د کندهار په والي د برید نیت درلود چې په پاکستان کې ورته پیچکاري وهل شوې وه.
په دې لړ کې د یاسین په نامه د هغه تنکي ځوان کیسه د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۱ په اګست کې یې د ژورنالیستانو د کامرو په پړقا کې کرزي ته خپله کیسه داسې شروع کړه:
«ما د پاکستان په مدرسو کې زده کړې کولې چې راته یې وویل چې برید ترسره کړه چې جنت ته لاړ شې، بیا یې یوه پیچکاري راکړه چې د هغې په ترزیق مې حال بل ډول شو، بیا یې راته وویل چې کور ته، چې په افغانستان کې و، ولاړ شه او بیرته خامخا راشه چې انتحاري برید وکړې، زه کور ته لاړم، خو کله چې بیرته پاکستان ته روان وم چې د ملي امنیت کسانو ونیولم».
هغه مهال د یاسین له کیسې وروسته، چې ګڼې پوښتنې په کې لاینحلې پاتې وې، ولسمشر کرزي د «انتحاري» بریدونو په مخنیوي ټینګار وکړ او د یاسین په کیسې له استدلال وروسته یې دا کار په ماشومانو ظلم وباله.
د یادونې وړ ده چې طالبانو تل دغه ډول اعاګانې پروپاګند ګڼلي او په هغو ویډیويي صحنو کې چې د دوی له خوا خپریږي، سرښندونکي بریدکوونکي د کرزي او افغان چارواکو څرګندونې د خندا او تمسخر وړ بولي، بهرني او افغان ځواکونه ننګوي چې که چیرې داسې کومه پیچکاري شتون ولري ولې رسنیو ته نه ښودل کېږي او ولې یې دوی خپلو عسکرو ته نه ورکوي تر څو له طالبانو سره په زړورتیا وجنګیږي.
په فلسطین کې د حماس اسلامي غورځنګ د معاصرو سرښندونکو بریدونو بنسټ ایښودنکی ګڼل کیږي، د یوې احصائیې پر اساس په تیرو شلو کالو کې سلګونو فلسطینیانو د اسراییلي اشغال پر ضد سرښندونکي بریدونه کړي، چې له دې ډلې څخه اوه تنه ښځینه سرښندونکي برید کوونکي دي.
خو هغه شنونکي چې دغه بریدونه د پیچکاریو او ټابلیټو کار بولي، دا نه وايي چې ایا د فلسطین او عراق سرښندونکو بریدکوونکو ته هم پیچکاري ترزیق کیږي او که څنګه.
ماته دنن ټکی اسیا په مطالبو کی څه ناڅه بی ګانه ګی ښکاری ځکه له څه مودی راهیسی د نورو غربی او اجری رسنیو په څیر مضامین پکښی نشریږی پدی هیله چی نن ټکی اسیا څه وضاحت وړاندی کړی.
ګرانه خلیل جانه ته چې دومره کودن یي چې د دې پاڼې د مطالبو مغز او مقصد نه شي درک کولای نو بیا لاړ شه چیرې بل کار شروع کړه او انټرنیټ کتل پریږده، ته تراوسه په دې نه پوهیږې چې لوړ مطلب آیا په تبلیغاتي لحاظ د مجاهدینو په ګټه دی که په تاوان دی. په لوړ مطلب کې نن ټکی اسیا له کرزي پرتوګ ایستلی او دده شینتوب یي لوستونکو ته په ډاګه کړی دی چې د دموکراسۍ پرونۍ ټیکه دار دومره احمق دی او داسې بابولالې غږوي آیا دا به د لیوني عقل ومني چې په پیچکاریو… نور لوستل »
درنولوستونكوپه سلامونوموهركلي كوم . داچي اوس كرزي په څه اوتوبوتوسرشوي دي زه يي په حقه بولم ځكه چي هرڅوك بل په خپله هنداره كي گوري داچي صليبيانوده ته داسي دبيهوشئ ستني ولگولي چي تردا اوسه بيسده اوسربدحاله گرزي اوبله داچي كوم وخت كي چي ده په واشنگټن ډسي كي دكبابويوكوچني ريستورانت يي درلودنوهلته به يي په مرداروغوښورنگ رنگ مصالي وهلي اوپه خلكوبه خوړلي نواوس دي په هماغه خوب ويده دي اوددي نه بي خبره دي چي داشتهادي بريدگروپه زړه كي د دين ،ناموس،وطن اوخپلواكئ جذبه پرته ده دغه احساس اوجذبي ته چي هرنوم وركوئ نوداديوسالم اوباوجدانه تن په قضاوت پوري… نور لوستل »
Hai my name Ahmad Arian
Afghanistan Kandahar
السلام علیکم؟
کرزی چی کمه خبره کړی ده چی دا استشهادی حمله ده پیچکاریو په وائسطه
سره ترسره کیږی دا مونګ په کلکه غندو؛؛؛
د کرزی د دی خبرو څه داسی معلومیږی چه صلیبیانو ده ته پخپله یو پیچکاری لګولی ده!
عقلی شایزوفرینیا د پینتا زو ګان او داسی نورو درملو خصوصا بیلا ډونا او ساینا او همدارنګه مرکیورس او په زیاته پیمانه کورتی کوستی رایدز د یوه میاشتنی دری میاشتنی او یاهم دوه کلنی شایزو فرینیا علامات په شدت سره پیدا کوی ددی علایمو په دوران کښی ناروغ کله له حده زیات خوشحال او کله شدید غمګین وی خو دا حالات په هغه څه تکیه کوی چه ددی درملو په وخت هغه ته کوم تصور ورکړل شوی وی داسی ناروغان تصوری ملایکه وینی (هغه څه چه یی اوریدلی وی) تصوراتی یی وینی او حتی د یقین مرحلی ته رسیژی داسی… نور لوستل »
Malim یې که څه بلاء یي!
نور به څه نه درته وایم: السلام علیکم!
مالیم صیب! یوه خبره د تل لپاره ذهن کې وساته، که چیرې رښتیا هم په ازادۍ مین وې نو په خلاصو غوږو یی واوره چې آزادي اخیستل کیږي بلکې ورکول کیږې نه، نو ته څنګه وایي چې که طالبان په امریکایانو باندې بریدنه ونه کړي نو امریکایان خپله له وطن څخه وځي دا خبره د عقل سرهپه ټکر کې ده، او که د صلیبی یرغلګرو یو اجرتی مالیم وې هسې د څو ډالرو په بدل کې نیشه شوې وې نو بیا تر تا ذلیل او غلام د ځمکې پرمخ بل هیڅوک نشته دی، ستا په حال باندې ډیر افسوس دی… نور لوستل »
ډاكترصيب سلام .(ماليم) داچي په طبابت كي مومعلومات زيات دي نوداسپارښتنه بيا دصليبيانوعسكرو ته هم وكړه چي دځان وژني څخه وژغورل شي چي په ثواب كي به يي ته هم شريك شي . تاسوفرمايلي ول چي داسي شرايط برابرشي چي خارجيانوته ووايوچي نورخپلوملكوته ولاړشئ ؟زما پوښتنه داده چي په راتگ كي ستانه اجازه غوښتي وه ؟ښكاره ده چي پخپل زور راغلي اوپه زوربه شړل كيږي چي په دي هكله خوشحال خان خټك دمغلواويرغلگرو په مقابله كي ويلي دي . پښتانه كه په بل څه فكركا ناپوه دي .بي له توري خلاصي نشته په بل كار نودلته ځيني دوستان سمدلاسه وايي… نور لوستل »
ګران ساپی او اسماعیل ورور ته السلام علیکم ……………. اما بعد د امریکا په کفر ظلم وحشت دهشت منافقت شیطانت کښی چه څوک شک بولی هغه ستر جاهل د زمانی او که یوه ذره یی هم ښه بولی کافر دی دا چه اذادی اخیستل کیژی ورکول کیژی نه له دی سره موافق یم : خو ایا زما په تحریر کښی د اذادی د مبارزی په ضد کومه خبره شته ؟ امریکا چه ۸۰ په سلو کښی فوځ یی حرامیان دی مور او پلار یی نه دی معلوم او ۹۰ په سلو کښی د عاید اتو ذریعه یی جنګ او نا… نور لوستل »
مهمه خبر ساپی او اسماعیل جان ښاغلی ته د تړون په هکله دا یو منل شوی حقیقت دی چه امریکا د هر ډول بی شرمی سره سره ونه شوای کړای بیا تړون تر لاسه کړی خو اخیر یی د منافقو ټالیب مشرانو په وایسطه او د ګل مرجان خیلو په وایسطه وکړای شول یو نسبی تړون چه لا هم رسمی مراحل یی پاته او د جنوری تر اته ویشتمی نیټی به مراحل او بیا کتنه لری اضما کړ تر جنوری پوری وخت ورکول هم په دی مانا ده چه که رښتیا هم ټالیبان بد بخته نه غواړی د امریکا له… نور لوستل »
ماليم صيب سلام. بخښنه غواړم چي د دي نه ډايلوگ اوقصه جوړه شوه خوستاپام څوټكوته راگرزوم. دهرزوړڅيزپه موجوديت كي نوي شئ رامنځ ته كيږي داچي مونږاوس نوروته اړيوويوعلت يي همدا دي چي خپل تيركړه وړه مودپامه غورزولي دي گوره شاه محمودهوتك په خپلوكارخانوكي جوړشووتوپونوتراصفهانه ورسيد اوايران يي فتح كړاحمدشاه باباپخپلوتوپونواوټوپكوهندوستان فتح كړگوره گرانه زمادغيرت شمله پاكستان په لاهورپوهنتون مخي ته په عزت ودرولي (زمزمه) دا ځكه چي مونږپه تيروپسي نه گرزو. گرانه مونږپنځه محتلف توپونه جوړول خپل ټوپك مودرلودل دانگريزسره دوهمه جگړه دگټلويوعلت يي چي انگريزانوليكلي هغوويلي چي افغاني جزايل ټوپك زمونږترټوپكورساگذاركاوه اونښه يي سمه ويشتله . گرانه دخپلوميړنولاره ونيسواودپردودغلامي… نور لوستل »
بیا هم هااااغه زړی خبری اوس خبره وکړه څه لری؟ که به صبا بیا د تور کوناټو فتوا کیبل او دبی وی اوستا چوپړ ؟ یوارنیم به د دوی بټیو ته چلیژی او ته به بیا هم په سوال زکوات او خیرات زندګی کوی؟ هغه وخت افغانان د سمی یو قدرت وه او افغانان د سمی سیال اقتصاد او نوښت دواړه لرل نن چه ستا ټالیب یو پل هم نه پریژدی خوب د تهران او اصفهان وینی؟ هو افغانان غیرتی کلک خلک دی خو ټالیبان او امریکا غواړی تر هغی کچی یی ضعف کړی چه اخیر هم د یو جاهل… نور لوستل »
خبره د کړی وه چه دا مشوره غربیانو ته ورکړه چه دوی هم وکړای شی فدای حملی وکړی جنابه فدایی حملی اولا جا ان شروع چه د نړی نورو هیوادو ته یی سرایت وکړ که زما په تیرو خبرو د یقین نه راځی نو لطفا پینتازوګون یو امپول ځانته ووهه او بیا یو فلم وګوره اوبیا تماشه ګوه چه څومره احساساتی کیژی همدا رنګه ۱۲ ملی ګرامه کارتی کوستی راید پر یو ځل ځانته پیچکاری کړه بیا ګوره چه څه وینی جنت حوری او هر هغه څه چه تا په تصور کشی وی او یا هم شاید ستا تر تصور… نور لوستل »