نظــر

کاواکه حکومت او په وړاندې یې خنډونه

لیکوال: عبد الحنان همت

د روان کال د وري د میاشتې په شپاړسمه نېټه چې کومي ټاکنې  زموږ په هیواد کې تر سره شوې شاید ددیمو کراسۍ په تاریخ کې داډول له لانجو  اودرغلیو ډکې اوږد مهاله ټاکنې نه وي تر سره شوې ، هغه وخت هم زموږ دهیواد ټاکنې  نړیوالو  مطبوعاتو د فساد او اوږد واټن له کبله دنړۍ ریکارډ ماتوونکې ټاکنې ونومولي .

خو پر دې هر څه سربېره بیا هم ددې ټاکڼو سیال نوماندان په دې ونه توانېدل چې دټاکنو په مټ حکومت جوړ کړي، هغوی مجبوره شول   چې له ټولو داخلي او نړیوالو اوصولو دباندي  دامریکا دبهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب  او غوښتنه سره کښېني  او دسهامي شرکت په بڼه  یو نظام جوړ کړي ، داسې نظام چې ټاکني به بریالی او ناکام نوماند نه لري،  دواړه طرفونه ، په اصطلاح حکومت او اپوزیسون  به په  یوه حکومت کې شامل وي ، چې داډول نظام دډیموکراسۍ په تاریخ کې شتون  نه لري .
خو داچې دامریکا غوښتنې اوسیاسي  مصلحتونه کې خوندي ؤ ، نو ځکه  پریکړه وشوه  تر څو ولس او نړیوالو ته د اوړو  پوزه  جوړه شي .

که څه هم  دواړه طرفونه  هغه وخت دامریکا په مخامخ دخالت یوه اجباري توافق ته سره ورسېدل  ، ولي په هيڅ صورت هم هغه توافق ته ددوی ترمنځ دژورو اختلافاتو  نهایې حل نشو ویلای.  .

دګډ حکومت مشر ډاکټر غني د واک ته رسیدو په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه چې په ۴۵ ورځو کې به ضرور خپله کابینه اعلان کړي ، ولې دټاکلې مودې له پوره کيدلو وروسته بیا هم ښاغلي غني او عبدالله په دې ونه توانیدل چې ترخپل منځ ژورو اختلافاتو ته دحل لاره پیدا او کابینه اعلان کړي .

دوې ورځې وړاندي رسنیو خبر ورکړ چې ددواړو نوماندانو له پلویانو جوړه شوې ګډه کمېټه  له دیارلسو مسلسلو ناستو وروسته هم په دې نه ده توانېدلې چې دمهمو چوکیو پر سر اختلافات حل کړي .

او ځیني غربي رسنیو خو دا هم ویلي دي چې کیدلای شي دروان کال تر پایه هم ګډ حکومت دکابینې پر سر هو کړې ته ونه رسیږي  ځکه د عبدالله او اشرف غني  تر منځ اختلافات دومره ژور دي چې حل یې خورا ستونزمن کار دی

داچې په اول توافق کې ددوی تر منځ بنیادي اختلافات حل نشول نو ځکه اوس ددواړو ټیمونو ویندیان دملامتۍ  او نه منلو پړه پر یوه او بل وراچوي.

دعبدالله پلویان استدلال کوي چې د پنځوس سلنې دفرمول له مخې موږ ددولت په ټولو ادارو او اختیاراتو کې  پوره نیمی حق لرو، په داسي حال کې چې غني شاید ددوی دې غوښتنې ته په مثبت ځواب ویلو سره قائل نه وي .

اوس چې یوې خواته دکابینې د جوړیدو نيټه پوره شوه، له ۴۵ ورځو و روسته هم په وزارتونو کې پخواني وزیران د سرپرست پر دنده پاتې  دي  په مات زړه  او دتزلزل  په حالت کې کار کوي، بلې خواته دولس  اوږد انتظار  له زغملو بهر شو،  په هیواد کې ټول کارونه په ټپه ولاړدی ،او  دلندن کانفرانس هم رانژدي شو.

غني او عبدالله مجبوره دي چې  جان کیري او یا دامریکا دسفیر په منځګړیتوب   به د مهمو چوکیو او اختیاراتو پرسر یوې داسې هوکړې ته رسیږي چې واک پکې په پنځوس سلنه تقسیم شوی وي .

هغه داچې که وزیر دیوه نوماند وي مرستیالان به ضرور دبل نوماند ټاکل کیږي ، والي به دیوه وي خو امنیه قوماندان به دبل وي ، داډول ولسوال او امنیه قوماندان  ،سفیر او سکرټر ان ،ریئس او مدیران  او داسي نور چې په مجموع کې به دوه موازي  خو پریوه بل مطلق بدګمانه حکومتونه کارکوي .

اوس پوښتنه  داده چې ددوو رقیبو پریوه بل بې باوره  او یوه بل ته په کمین ناستو ډلو حکومت  به څه ډول دولس غوښتنو ته ځواب ووایې ، هغه هم په داسي حال کې چې   په وړاندي یې ستر ستر ازمیښتونه پراته دي  ، یوې خواته په هیواد کې مطلقه بې امني ده   ، چې په منځني ډول سره په ورځ کې د وسلوالو طالبانو لخوا پنځوس واړه او غټ بریدونه کیږي  ،له اداري واحدونوسېوا نور  دهیواد زیاته برخه  دنظام دمخالف وسلوالو طالبانو په لاس کې ده .

دګډحکومت تر ټولوغټه ننګونه به  همدا په هیواد کې بې امني وي   په داسې حال کې  چې ولس  سوله  غواړي  او بې له امنه یو پلان او یو کار مخته نشي تلای .

او دسولې را وستلو چانس خو حکومت   په خپل لاس  له امریکایانو سره دامنیتي تړون په کولو  او هغوی ته دهر ډول شپني  او ورځني عملیاتو  داختیار په ورکولو سره  له لاسه ورکړ، که څه هم دغه خبره د دفاع وزارت له اعلان وروسته  د ارګ له خو دمصلحتونو پربینا  داسي وانمود شوه چې  داسي پریکړه نه ده شوې.

دحامد کرزي دحکومت په پرتله اقتصادي ستونزي ډیري شوي دي  ،او هیواد له اقتصادي بحران سره مخامخ دی  ،شپږ میاشتي کیږي چې حکومت ډیری مامورینو ته معاش نه دی ورکړي ،دپراخ فساد  او ښه مدریت دنه شتون له کبله  دنړیوالو مرسته کوونکو  باور  او دلچسپي  کمه شوي ده .

ادارې فساد ، دمدریت نه شتون  ، قوم او سمت پالنه خو هغه ستونزې دي چې دګډ حکومت ادارې ته له حامد کرزي نه په میراث پاتې شوي دي.

خو له دې ټولو ستونزو سره سره  دیوه حکومت په چوکاټ کې  ددې دواړو رقیبو ډلو  چلېدنه خورا ستونزمن کارښکاري،  داشرف غني لخوا دبهرنیو چارو د سیاسي مرستیال په حیٍث د حکمت کرزي ټاکنه  او دلوې څارنوالي پر چوکۍ دقمرالدین شنواري   ټاکنې دعبدالله لخوا ردیدل   ددې خبري څرګندونه کوي،   چې دوی به دهرې پریکړي  او ټاکنې په اړه یوځل  ضرور  زور سره ازمویې  ولي دستونزې حل به را ونه وځي.

نو ځکه موږ په دې باور یو چې دډاکټر غني او عبدالله عبدالله ګډ حکومت  به  دخپلې دورې تر پایه ونه رسیږي  ، که څه هم په دې مابین کې به دامریکا د بهرنیو چارو وزیر او دامریکا سفیر ډیري منډې وکړي  ، خو ګټه به یې یوازې یرغلګرو ته رسېږي ،ولي په هیڅ ډول  به هم دولس غوښتنو ته مثبت  ځواب  ونه وایې  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x