quran kareem1

په قرآن کې ارواپوهنه ـ پنځلسمه برخه

ژباړه: دادمحمد ناوک

٥_ پر نورو انفعالونو غلبه:

قرآن کريم موږ ته له ځانغوښتنې او تکبره د ډډې فرمايلي دي، همدارنګه له قرآنه زده کوو، چې موږ بايد په دې پاتې نړۍ کې د ځان، خپلوانو او ياخپل قوم د خپګان په اړه دومره غمجن نشو چې له اندازې واوړو او نه هم پرخوښيو دومره ډېره خوشاله شو چې تر تکبره پکې ورسېږو. ځکه چې که هرغم راپېښېږي په تقديرکې ليکلې خبره ده، چې زموږ خپګان يې نه پايلې بدلولاى شي او نه هم کومه ګټه رارسوي.همدارنګه د خوښيو په وخت کې هم بايد ځان په واک کې ولرو.
الله جل جلا له فرمايي:

ژباړه:  په ځمکه کې هر رنځ او غم(وچکالي، آفت او فقر) ياهم ځاني (لکه: ډار، غم او درد) چې تاسې ته در رسېږي، ټول په کتاب(لوح مخفوظ) کې مخکې له دې چې په نړۍ کې پېښ شي،ليکل شوي او الله جل جلا له ته يې پيداکول اسان دي.(پر دې پوه شئ) چې هر هغه څه مو چې له لاسه وځې مه پرې خپه کېږئ او هغه څه چې تر لاسه کوئ يې، مه پرې خوشحالېږئ او الله جل جلاله هيڅ متکبراو ځان خوښى نه خوښوي. حديد(٢٢_٢٣آية).

په ټوليزه توګه  الله جل جلا له موږ ته د خپل ځان او هر انفعالي حالت د څار لارښوونه کړې ده. په يقيني ډول هر ريښتينى مؤمن بايد له الله جل جلاله پرته له هيڅ شي، مرګ،فقراو… څخه ونه ډار شي او پر عادي مسائلو بايد غوسه نه شي. همدارنګه پوهېږي چې الله جل جلا له څه ليکلي وي هغه نه ردېږي، په قرآن کې داسې ډېر آياتونه شته چې  د ډار تداوي او هم د هرډار په وړاندې سپر دي.

په قرآن کې حسي ادراک

 الله جل جلاله انسان او حيوان ته د پاپيښت د امکاناتو او وسايلو کيلي ورکړې ده، ځکه خو پر انګېزو او انفعالونو سربېره ژوندي مخلوقات داسې قواوې هم لري چې خپله بهرنۍ، شاوخوا او دننې نړۍ پرې درک کړي. په ژوندکې حسي درک تر ټولو مهمه دنده لري، ځکه چې ژوندي موجودات د همدې درک په واسطه د تاوان او ګټې شيان پېژني، چې پر اساس يې له تاوانه ځان ژغوري او د ګټې په لټه کې وي.

موږ باندينۍ نړۍ د اورېدلو، بويولو، ليدلو، څکلواو لمسولو په واسطه درک کوو؛  د داخلي احساس په واسطه د بدن د ننه ستونزې درک کوو، لکه: لوږه، تنده او …همدغه درک د دې سبب دى چې موږ د باندينۍ نړۍ له ستونزو نه له شرايطو سره سم ځان ساتو، ياهم په بدن کې د پيښې شوې ستونزې او د هغې له لاسه په  بدن کې د پېښ شوي بدلو د سمون له پاره منډه ترړه کوو.

د حسي ادراک خبره په انسان او حيوان دواړو کې شريکه ده، مګر هغه قوه چې انسان له حيوانه پرې جلا کېږي عقل دى، چې انسان يې پرمټ د اشياوو له درکه وړاندې هم تلاى شي او کولاى شي ځينې مجرد مفهومونه درک کړي، لکه: خيراو شر، فضيلت او رذيلت، حق اوباطل او … چې له همدې مفهومونو نه د خپلې مشاهدې او تجربې پر اساس استدلال وکړي. مثلاً: انسان د عقل پر مرسته کولاى شي د خان يا هم نورې هستۍ پيداښت د يو سترپيداکوونکى ذات پر قدرت استدلال کړي.

ژباړه: دوى ته به ژر په افاق او د دوى په خپلو ځانو کې (د قدرت) دلايل ور وښيوو،ترڅو چې ورته معلومه شي چې (دغه قرآن) حق دى، ايا ستا رب کافى نه دى، بې شکه هغه پر هرهڅه حاضراو شاهددى.(فصلت، ٥٣آية)

مګر له دې سره_سره د انسان عقل د پېژندنې او درک په ساحه کې محدود دى او له بله اړخه کله کله د انسان عقل خطاکېږي؛ ځکه چې کله له داسې ځانګړيو شرايطو سره مخ کېږي، چې فکر يې وړاندې کار نه کوي. دلته نو انسان د چامرستې او لارښوونې ته اړدى او داسې انګېرې چې بايد يو څوک يې ور زده کړي. نو پر همدې اساس عقل او پنځګوني حواس د انسان د درک او پېژندنې وسايل دي ، مګر بياهم په ځينو مسائلوکې ريښتينې پېژندنه نشي درک کولاى. مثلاً: دغه حسونه او عقل عيني مسائل نه شي درک کولاى، دلته نو انسان اړکېږي چې دغه پېژندنه له الله جل جلاله پيداکړي چې د همدې پېژندنې پر اساس خپل دنيوي ژوند داسې جوړکړي چې د دنيا او آخرت د نيکمرغۍ ضمانت يې وکړاى شي. انسان دغه ډول خدايي پېژندنه د پيغمبرانو او رسولانو ياهم د وليانو له الهاماتو او برکاتونه پيداکولاى شي.

پاتې شته…
تېره برخه دلته لوستی شئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د